بلوچستان په مرکز کوټه کې کوټې پولیس وايي، ددې ښار په سټيلايټ ټاون کې نامالومه وسله والو ایس پي (سي آی ډي) شاه نواز په ډزو وژلی دی. د پولیسو په وینا برید ګر په تېښته
بریالي شوي دي.
بریالي شوي دي.
د شاه نواز د وژلو پړه تر دې دمه لا کومې ډلې نه ده قبوله کړې.
خو په تېر وختونو کې د داسي پېښو پړه بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې.
بلوچستان دا مهال په بیا بیا د د هدفي بریدونو ښکارکېږي چې پکې په سلګونه خلک وژل شوي دي. په وژل شويو کې د پاکستان امنیت ساتونکي، بلوڅ بیلتون پالي او ګڼ شییعه لږکیان شامل دي. او ددې تر څنګ په دغه صوبه کې د پېیسو لپاره هم په بیا بیا کاروباريان سوداګران تېښتول کېږي چې په هغو کې یې یو شمېر د پیسو نه ورکولو له کبله برمته ګرو وژلي دي.