د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان: چاودنې د ایساف دوه سرتېري ووژل


په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ نړيوال سوله ساتي ځواک وايي پرون د ګل په ورځ د دوی درې پوځيان په يوه چاودنه کې وژل شوي و.

د ايساف لخوا په جاري شوي بيان کې د وژل شوؤ پوځيانو د شناخت او د پيښې د ځای په اړه څه نه دې ويل شوي ، له دې سره په افغانستان کې سږ کال د ايساف د وژل شوو پوځيانو ټوله شمېره يوسل دوه څلويښت ته رسېدلې. همداراز پرون د ګل په ورځ افغان حکومت د طالبانو لخوا په دې وروستۍ کې د سپرلي د عملياتو اعلانول په سختۍ سره وغندل او ویې ويل دا غېر اسلامي او بزدلانه فعل دی.

د کورنېو چارو وزارت په يو بيان کې د دې لپاره د وسله والو طالبانو غندنه وکړه چې دوی د خپلو مجرمانه کارونو د سم ثابتولو لپاره مقدس مذهبي اقدار تباه کړل او په زرګونو ولسي وګړي يي وژل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG