د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان : د مور او بچې د صحت اونۍ لمانځل کیږي



نیازموساخېل،کوټه

په بلوچستان کي د مې ۷مه ٫٫د مور او بچې د صحت اونۍ٬٬ ترسر لیک لاندې یو پروګرام شروع شوی،چې پکې به میندو او د هغو بچیانو ته د بېلابېلو ناروغیو ضد واکسین ورکول کېږي.

ددې پروګرام یو چلوونکی ډاکټر محمد انور له مشال راډيو سره د خبرو پرمهال ووېل،چې د نورو واکسینونو تر څنګ ښځو ته به د تشنج او ماشومانو ته د چینجیانو ناروغیو واکسین ورکول کېږي او د پروګرام دغه هلې ځلې به په ټول بلوچستان کي جاري وي.

د همدې پروګرام یو بل مشر ډاکټر داود خان وویل، چې میندو او بچیانو ته واکسینونه ورکول ډېر ضروري دي او د دې ګټې خورا زیاتې وي.٫٫ ماشومانو ته د زوکړې په لومړۍ اونۍ کې فولیک ایسیډ ورکول پکار دي، ولي که دا ورنه کړل شي،نو د دوی د ملا تیر یا حرام مغز نلۍ هم هغسي خلاس پاته شي،چې دا د ماشوم لپاره تاواني وي او دغه رنګه د شنې غاړې او خسرې ضد او نورو ناروغیو ضد په خاصه توګه ماشومان واکسینیږي.٬٬

ډاکټر داود خان زیاتوي، د واکسین ورکولو ګټې نه یواځي مور او بچې ته وي،بلکې له وجي یې ټوله کورنۍ له ناروغیو بچ پاتې کیږي.

د سیمې یو ځایي اوسېدونکی اصغر خان د مشال راډیو له لارې له خلکو غوښتنه وکړه، چې د مور او بچې د صحت اونۍ دې په لویه کچه ولمانځي، ځکه چې دا زموږ د ولس د صحت او روغتیا لپاره لویه ګټه لري. د واکسینونو په ورکولو سره به د ماشو مانو راتلونکې خوندي وي او دوی به د لوییدو پر مهال،د ژوند په بېلابېلو وختونو کي له هر قیسمه ناروغیو لري پاتې وي.٬٬

یاده دي وي،د دوشنبې او دمې میاشتې پر ۷مه نېټه د بلوچستان په ټولو ۳۰ ضیلعو کي د ٫٫مور او بچې د صحت اونۍ٬٬ په نامه مور او ماشوم ته د بېلابېلو ناروغیو ضد واکسینولو پروګرام شروع شوی،چې تر راروانې شنبې د مې تر ۱۲مې نېټې ورځ پورې به جاري وي.
XS
SM
MD
LG