د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا مزارشریف کې د کونسلګرۍ جوړولو نه په شا شوې


مزار شریف
مزار شریف
سرچینه / واشنګټن پوسټ
ژباړه / ملیحه امیر ذاده

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه ليکي د افغانستان په شمالي برخه کې په اتیا ملین ډالرو امریکایی سفارتي ودانۍ د لسو کالو په اجاره د ترلاسه کولو وروسته، امریکایي چارواکي وایي دغه پلان یې پریښې.

د دوي په خبره د ودانۍ لپاره منتخب ځای ډېر خطرناک دی. په کابل کې د امریکایي سفارتخانې لخوا د جاج دستاویز چې ورځپاڼې تر لاسه کړې، دا ښايي چې چارواکو په 2009م کال کې په تادۍ مزار شریف کې یو ځای منتخب کړ او امنیتي ستونزو ته یی پام و نه کړ.


ورځپاڼه ليکي د افغانستان نه دځواکونو وتللو سره سم د امنیتي خطرونو د موجودیت پر مهال امریکایي ډیپلومیټان تر فشار لاندې دي، چې څنګه په دغه هیواد کې په حفاظت سره پاتې شي.

ورځپاڼه د سفارتي دستاویز حواله ورکولو سره لیکي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د صدر اوباما ځانګړي استازي رچرډ هالبروک غوښتل په شپېته ورځو کې دننه دې د کونسلیټ ودانۍ په مزار شریف کې جوړه شي.

دغه ښآر په هغه وخت کې نسبتاً خوندي ګڼل کیدلو، چې د لوی جماعت سره نږدې ورله ځای خوښ کړل شوی و. واشنګټن پوسټ ليکي د سفارتخانې ویاند د امریکایي سفارتي ودانۍ جوړولو د جاج په حقله د څه ویلو نه ډډه وکړه.

ورځپاڼه ليکي، که په مزار شریف کې دغه کونسلیټ جوړ شوی و، نو دا به د امریکایی حکومت لخوا په هاغه څلورو سفارتي ودانیو کې دویم و، چې واشنګټن یی په پام کې لري.

دا وخت یوه سفارتي ودانۍ په هرات کې ده او د خپل ډیپلومیټيکي موجودیت لپاره د امریکا په پلان کې په کندهار، جلال آباد او مزار شریف کې ودانۍ جوړول شامل وو.

ورځپاڼه ليکي، سفارتي یاداشتونه ښايي چې دغه ځای له اول نه مناسب نه و،چې اول یو هوټل پاتې شوی او د دیوال سره جوښت یې دوکانونه دي.

د ورځپاڼې په خبره د بهرنۍ څلور دیوالۍ او د ودانۍ تر مینځ فاصله هم د امریکایي ډیپلومیټيکي معیارو سره سم نه وه،او ګېر چاپېره یې وچتې ودانۍ موجودې دي چې ترې په آسانه برید کیدای شي.

ورځپاڼه د سفارتي یاد داشت په اړه وایي چې په کابل کې یو سفارتکار مارټن کیلي لیکلی و. د کیلي په خبره د بهرنیو چارو وزارت بیا هم د دې پلان پرمخ وړلو اجازه ورکړه. ورځپاڼه زیاتوي د دې جاج اخیستلو کې هم چارواکي پاتې راغلي وو چې موټري بمي برید څنګه برداشت کولې شي.

ورځپاڼه د کیلي د خولې ليکي، په کابل کې امریکایی سفیر ریان سي کروکر د راتګ سره سم وویل چې د بمي برید جاج دې واخیستل شي، چې د کیلي په خبره دا به و ښایی د ځایی تعمیراتي لارو او مواد استعمال له وجې کیداې شي ودانۍ ته ډېر زیان ورسیږي او ناکامه ثابت شي.

واشنګټن پوسټ ليکي په ورستیو کې یو شمېر پيښې رامینځ ته شوي دي چې له امله یی امریکایي چارواکي دغه ودانۍ ته ور نغلل. په دې کې د ملګرو ملتونو په ودانۍ د اپریل د میاشتې برید سره سره په لوی جماعت حمله شامل دي چې دواړه بریدونه د ممکنه سفارتي ودانۍ د ځای سره نږدې تر سره شوي وو.

د ورځپانې په خبره د دسمبر راهیسې سفارتي چارواکو د ډ یپلومیټيکي عملې لپآره په لنډ مهاله ډول د افغانستان په شمالي برخه کې متبادل ځایونه د لټولو هڅې روانې کړي دي. یو مغربي ډیپلومیټ د نوم نه ښودلو په شرط ورځپاڼې ته ويلي د جرمني او سویډن حکومتونه د دې ځای لپآره د آماده کولو هڅو رنګ نه دی راوړې.
XS
SM
MD
LG