د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه له کوره تر لاسه شوې دوسیې


یو خبر یال د اسامه له کوره تر لاسه شوې دوسیې لولي
یو خبر یال د اسامه له کوره تر لاسه شوې دوسیې لولي

ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: ډان ورځپاڼه

پراګ -
ډان ورځپاڼې د امريکا لخوا د اسامه بن لادن د په خپرو شوو منتخب دوسيو په اړه اداريه ليکلې.

ورځپاڼه ليکي، دغه دوسیې په اېبټ اباد کې د اسامه د کور نه ترلاسه شوي وو، ۱۷ په کې منتخب کړي شوي چې د ۲۰۰۶ کال نه واخلي تر ۲۰۱۱ کال پوري ليکل شوي.

د ورځپاڼي په خبره دي اسنادو ته په کتو سره د القاعده د مشر اسامه بن لادن يو نامکمله انځور وړاندي کيږي چې دوي د څه فکرونه لرل او د بريدونو منصوبي يې جوړولي.


ورځپاڼه وايي چې د اسنادو نه يوه خبره ښکاره ده، او د دي وړاندی د القاعده شبکي کارپوهانو هم دا خبره په ګوته کوله چې دوي يو سخت دريځه اسلامی غورځنګ جوړوي.

د غورځنګ به مثالي مشر وي چې دا ټول رايوځای کړي، هم غږي پيدا کړي او توجو يې پرځای وي.

ورځپاڼه وايي د اسنادو په هر مخ د القاعده مشر د غورځنګ په يو والي ټینګار کوو او د پيغامونو د استولو مقصد له غلا نه پاک ساتل وو.

پر دي سربيره د القاعده په ټيت کچ کسانو د خپل اثر لپاره هلي ځلي کولي چې د ډرون بريدونو نه ونتښدي او ځکه يې د هغي الوتکي د راغورځولو پلان جوړلو چې د امريکا ولسمشر پکې سپور وی.


ورځپاڼه په اداريه کې زياتوی چې د اسنادو نه څرګنده ده چې القاعده په نړۍ کې د تباهي خورولو هلو ځلو ته دوام ورکړي وو. دا پيغام د امريکا حکومتي اداري لخوا په داسي مهال ورکړي شوي چې ولسمشريزي ټاکني کيدونکي دي.

ورځپاڼه ليکي دي سره حقيقت نشي بدليدي، القاعده د يولسم ستمبر پيښو وروسته ډيره کمزوري کړي شوي وه. امريکا د القاعده پرضد عراق کې اغيزمنه کارواياني وکړي او له ايران سره په ګډه القاعده ته ماتی ورکولو ته نزدي شوي وو. ددي پرتله پاکستان سره د ترهګری پرضد جګړه کې متضاد رويه ښودلي.

ورځپاڼه ليکي د اسامه کميشن خپلي پلټني سر ته نه دي رسولي او پاکستانيانو ته له تراوسه نه ده مالومه چې د نړۍ تر ټولو مطلوب ترهګر څنګه په دي هیواد کې پټن ځاي وموندو او کلونو يې تير کړل.
ورځپاڼه د اداري په پاي کې ليکي چې د ايمانداري او سپينوالی له بغير د ترهګرۍ پرضد جنګ نشي ګټل کېدي.
XS
SM
MD
LG