د لاسرسي ځای

تازه خبر

سر تېري دې نا سم چلند نه کوي، پانیټا


د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا پر امریکایي سرتېرو ټینګار کړی چې په افغانستان کې دې د ماموریت پر مهال له ناسمې رويې ډډه وکړي .

نوموړي، چې د مې پر لومړۍ یې په جورجیا ایالت کې یو شمېر هغو سرتیرو ته چې افغانستان ته روان ول وینا کوله وویل، د بې پروايې کړنې او عکسونه ، ټول مشن زیانمولی او مورال ځپلی شي.

د پانیټا په وینا نن سبا د یوه تصوير اخیستو لپاره څو لمحې وخت پکار وي چې په ميډيا کې نړیوال سرلیک وګرځي. د ده په خبره، هم دغه سرليکونه نه يواځې مشن له ستونزو سره مخامخوي بلکې د نورو عسکرو ژوند ته خطر هم ولاړوي.

ویل کېږي په افغانستان کې د یو شمېر امریکايي سرتیرو د ناسمو کړنو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته اوس امریکايي پوځي مشران له خپلو عسکرو سره په غونډو کې له هغوی سره په دې مسله وخت تر وخته خبرې کوي.

د خبرو مقصد د امریکايي سرتېرو له خوا د ځینو داسې پېښو چې دننه په افغانستان او نړۍ کې د خلکو غوسه راپاروي، مخه ونیسي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG