د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه ليکونه د اېنټرنيټ له لارې خپاره شول



هارون باچا - مشال راډيو

واشنګټن:-د امريکا د پوځ د ترهګرۍ ضد مبارزې څانګې د هغو اسنادو يوه برخه په خپله ویب پاڼه خپره کړې کوم چې د دې هېواد خاصو ځواکونو د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژلو وروسته د نوموړي د ایبټ اباد له کوره تر لاسه کړي ول-

د اوسامه له ليکونو څرګنديږي چې دی تر اخېره وخته پورې د امريکا او د دې هېواد د مشرانو پر ضد د بريدونو پلانولو په هڅه کې وو- نوموړي غوښتل د ولسمشر براک اوباما ځانګړې الوتکه په نښه کړي او دغه رنګ د ده مرستيال جوزيف بايډن د ولسمشرۍ څوکۍ ته ورسوي- اسامه فکر کاوو چې بايډن په امريکا د حکومت کولو اهلييت نه لري، چې په ترڅ کې به يې دغه هېواد له يوه بحراني صورتحال سره مخامخ شي-

له دغو اسنادو دغه راز جوتېږي چې اسامه بن لادن د ژوند په اخيرينيو شپو ورځو کې له دې امله چې د امريکا له خوا سخت فشار القاعده کمزورې کړې، اندېښمن وو- د ۲۰۱۰ م کال په يوه ليک کې نوموړي ليکلي: ((زه پلان لرم چې د هغې يوې نوې دورې په اړه، چې د پيلولو په ترڅ کې يې موږ غواړو خپلې کړې تېروتنې اصلاح کړو، يوه اعلاميه خپره کړم- په داسې کولو سره که خدای کول، موږ به د يو زيات شمېر خلکو، چې په جهاديانو بې باوره شوي دي، باور بيرته پر ځای کړو-))

په اېنټرنيټ د اسامه بن لادن له ورکړل شويو دغو ۱۷ اسنادو څخه، چې د ۲۰۰۶ م کال د سيپټمبر مياشت نه نيولې د ۲۰۱۱ م کال د اپريل تر مياشتې پورې موده کې ليکل شوي، دا هم څرګندېږي چې نوموړی له القاعده شبکې سره د تړليو بېلا بېلو تروريستي ډلو، چې په يمن، عراق او صوماليه کې فعاله دي، له کړنو خوښ نه وو- په يوه ليک کې د اسامه يو مرستيال ابو يحيی الليبي د پاکستان تحريک طالبان ډله هم د بې ګناه مسلمانانو د وژنو له پاره تورنه کړې ده-

په دغواسنادو کې همداراز له ځينو هغو څخه يې دا خبره هم مالوميږي چې د القاعده شبکې له ايران سره اړيکې ښې نه وې- د راپورونو پر اساس، د اسامه د کورنۍ هغه غړي چې په امريکا د ۲۰۰۱ کال د سيپټمبر له تروريستي بريدونو وروسته ايران ته کډه شوي ول، د تهران حکومت په کورونو کې نظر بند کړل، چې له دوئ څخه يو شمېر لا هم نه دي ازاد کړل شوي-
د اسامه بن لادن په خپرو کړل شويو ليکونو کې البته داسې هيڅ څه نشته چې وښايي په ايبټ اباد ښار کې د هستوګنې پر مهال له نوموړي سره کومو خلکو مرستې کړې وې؟ ده چې د دغو کسانو په کومو اسنادو کې هم ذکر کړی، نو بس دغه هومره يې ليکلي چې (( بااعتباره پاکستاني دوستان))

راپورونه وايي د پاکستان پوځي اکاډمۍ ته څېرمه د ايبټ اباد په يوه کور کې د نړۍ د تر ټولو غټ ترهګر تن وژنې د ترهګرۍ خلاف نړيوال جنګ کې د پاکستان کردار شکمن کړو- د پاکستان حکومت د نوموړي پر ضد شوي د امريکا د خاصو ځواکونو يو اړخيز عمليات په خپلې ځمکنۍ بشپړتيا د يوه تيري په توګه ياد کړل، چې له کبله يې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې-

په داسې حال کې چې د اسامه بن لادن د وژنې لومړنی کال روانه اونۍ پوره شو، وييل کېږي چې واشنګټن او اسلام اباد لا هم تر دا مينځ د باور د يوې فضا په راجوړولو کې نه دي بريالي شوي-
XS
SM
MD
LG