د لاسرسي ځای

تازه خبر

هیلري کلنټن چین ته رسیدلې


د امریکا دخارجه چارو وزیره هیلري کلنټن د چین د مشرانو سره د خبرو اترو لپاره بیجنګ ته رسیدلې ده، دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي دغلته د چین حکومت مخالفه یو نابینا تن په امریکايي حفاظت کې دی او کیدای شي چې دا مسله هم په خبرو کې شامله شي.

میرمن کلنټن د ډېر وخت راهیسې د چین دا کلنۍ دوره پلان کړې وه چې پکې د نړۍ دوه ستر اقتصادي قوتونه د مالي خبرو تر څنګه د شمالي کوریا او ایران د ستونزو او په شام کې دروانې ناارامۍ په اړه خبرې وکړي. خو ممکنه ده چې په چین کې د بشري حقونو لپاره د قانوني مبارز/ شین ګوانشینګ په اړه خبرې به هم د ایجنډې برخه وي.

نوموړی دتېرې میاشتې په ۲۲ مه نیټه په خپل کور د نظر بندۍ نه تښتیدلې او درپورټونو ترمخه یې په امریکايي سفارت خانه کې پنا اخیستې. ګوانشنګ ویلي هغه د چارواکو لخوا د اخیتاراتو په بې ځایه استعمال نیوکې کولې چې له وجې یې هغه او دهغه کورنۍ وهل شوي او هغه د سزا په توګه په کور نظر بند شوي وو، امریکا په دې اړه هیڅ تبصره نه ده کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG