د لاسرسي ځای

تازه خبر

په امریکا کې پنځه کسان د ترهګرۍ په تور نیول شوي


په امریکا کې چارواکي وايي پنځه کسان یې نیولي چې په مبینه توګه یې د اوهایو ریاست کلیولینډ سیمې سره نږدې د یو پل د تباه کولو منصوبه جوړوله. دغه پنځه کسان چې ځان باغیان بولي عمرونه یې د ۲۰ نه تر ۳۵ کلونو پورې دي. دامریکا وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي آی پرون وېلي دغه بارودي الې چې کار یي نه کاوه، د یادې ادارې دیو ایجنټ په قابو کې وې دغه ایجنټ په پټه ځان د ملزمانو سره ملګری کړی وو.
په دوی کې درې کسان د ګل په ورځ په دې تورونو نیول شوي چې سازش یې کولو او په بارودي موادو یي هغه ملکیت ته د زیان رسولو هڅه کوله چې له وجې یې د ریاست اقتصاد د زیان سره مخامخ کیږي. البته په نورو دوو کسانو الزام لګول ځنډول شوي وو.

چارواکو وېلي دا کسان د کومې نړیوالې ترهه ګرې ډلې سره تعلق نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG