د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه تر وژنه وروسته پاکستان ؟


د پاکستان د پارلمان ودانۍ
د پاکستان د پارلمان ودانۍ

( ځانګړی بحث )


پراګ
: د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن پر وژل کېدو یو کال واوښت. اسامه بن لادن د ۲۰۱۱م کال د مې پر دویمه نېټه د امریکا د ځانګړو ځواکونو له خوا په داسې حال کې د پاکستان د ایبټ اباد په ښار کې ووژل شو چې د دې ملک له ولسي حکومت ، پوځ او استخباراتي ادارو څخه یوه هم په دې عملیاتو نه وو خبر.

د مشال راډیو په دې ځانګړي بحث کې پر دې موضوع خبرې شوې دي چې د اسامه بن لادن له وژل کېدو راهسې په دې یو کال کې په پاکستان کې څه بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

د دې خپرونې کوربه عبدالحی کاکړ دی او د مېلمنو په توګه ورسره د پېښور پوهنتون د نړویوالو اړیکو د څانګې مشر ډاکټر اعجاز خټک ، د سیاسي چارو کارپوه پروفېسر خادم حسېن ، خبریال او څېړونکی سلیم صافی برخه لري.

دا خپرونه له دې لاندیني لنک څخه اورېدلاﺉ شی.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG