د لاسرسي ځای

تازه خبر

ًپاکستان هغه طالبان وژني چې د امن خبري کوي ً


Afghanistan -- Rahmatullah Nabil, the head of the National Directorate of Security (NDS), speaks during a press conference in Kabul, 07Sep2011
Afghanistan -- Rahmatullah Nabil, the head of the National Directorate of Security (NDS), speaks during a press conference in Kabul, 07Sep2011
صالح محمد صالح


پراګ : د افغانستان د ملي امنيت اداره که څه هم د طالبانو د مهم مشر مولوي اسماعيل او د هغه د پنځه ويشتو ملګرو د وژنې پخلی کوي خو له طالبانو غواړي چې مخامخ د افغانستان له ولسمشر او نورو چارواکو سره کښېني او د سولې خبرې وکړي.

د افغانستان د ملي امنيت مشر رحمت الله نبيل دا څرګندونې په دوشنبه د افغانستان د مشرانو جرګې یا سېنټ ته وکړې.

يوه چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې د طالبانو دا مشران له امريکا او افغان حکومت سره د سولې د خبرو له کبله د پاکستان د بلوچستان صوبې په مرکز کوټه کې نيول شوي او وژل شوي دي.

دې چارواکي وویل چې مولوي اسماعيل او د هغه نور مهم ملګري لکه د طالبانو په تشکيلاتو کې د لغمان والي مولوي شهيدخېل ، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د استخباراتو مشر قاري احمدالله ورور او د طالبانو ګڼ نور مهم کسان د شنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارې ً اى، اس، اى ً په غوښتنه د دې لپاره وژل شوي چې ګواکې د ملا محمد عمر له فرمان څخه يې سرغړونه کړې او د سولې خبرو ته يې لېوالتيا ښوولې ده.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ماليې وزير او د کوټې د شورا پخواني مشر اغا جان معتصم تېره اوونۍ د امريکا چاپ ډيلي بيسټ ورځپاڼې ته وويل چې د کوټې په شورا کې يې ځينو ملګرو د افغانستان پر مسله له نظر سره اختلاف درلود.

د کوټې په شورا کې د خپل منځي اختلافاتو خبره په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو ځينې پخواني مشران وايي، د پاکستان استخباراتي ادارې په وروستيو کې د هغو طالب مشرانو وژنې ته زيات پام اړولى دی چې له افغان حکومت سره د سولې خبرې کول غواړي.

مولوي محمد اسماعيل د کوټې د شورا پوځي مرستيال او د افغانستان په ځينو برخو کې د امنيتي چارو مسوول وو.

يوه امنيتي چارواکي د نوم او ږغ نه څرګندلو په شرط مشال راډیو ته وويل چې په دې وروستيو کې ملا اسماعيل له افغان حکومت سره په تماسونو کې ژمنه کړې وه چې دوى به په غزني، وردګ ، زابل او د پکتيا په ځينو سيمو کې فعاليت نه کوي او امن به يې ساتي.

دا سرچينه زیاتوي چې مولوي اسماعيل د ځينو بهرنيو هېوادونو له استازو سره هم کتلي وو او کله چې د پاکستان استخباراتي اداره په دې خبره شوه نو د هغوي د وژلو اقدام يې وکړ.

د دې چارواکي په وینا زیاتره نيول شوي طالب مشران په وردګ ، زابل ، غزني او ځينو نورو سيمو کې قوماندانان وو. مولوي اسمعيل د غزني ولايت اوسېدونکى و.

په دې ولايت کې د سولې د ولايتي شورا د عامه پوهاوي او اړيکو د څانګې مسوول ډاکټر غني چې د مولوي اسماعيل له نژدې خپلوانو هم ګڼل کېږي، له مشال راډيو سره په خبرو کې ومنله چې ښاغلي اسماعيل ورسره خبرې کړې وې.

خو طالبانو د مولوي اسماعيل او پنځه ويشتو نورو طالب مشرانو د وژنې د لومړنيو راپورونو تر خپرېدو سمدستي وروسته په يوه اعلاميه کې د دوى وژنه په کلکو ټکو رد کړه او دا يې تش تبليغات وبلل.

خو د ذبيح اله مجاهد له خوا رسنيو ته په يوه لېږل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې ً د مولوي محمد اسماعيل په اړه داسې اوازې او افواهات خپرول چې ګواکې هغه له پنځه ويشتو نورو کسانو سره په کوم ګاونډي هېواد کې وژل شوي، دا له حقيقته ليرې او محض دروغ دي

طالبان وايي مولوي محمد اسميعل روغ دى. خو د دې خبرې سپيناوى سخت کار برېښي.

تر دې مخکې د ملا عبدالغني برادر په نامه يو طالب مشر، چې غوښتل يې له افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي ، د ٢٠١٠م کال په فبرورۍ مياشت کې په مرموز ډول په پاکستان کې ونيول شو. دې مسلې د سولې روانې خبرې ټکنۍ کړې.

څه موده مخکې د طالبانو د واکمنۍ د دفاع د وزير ملا عبيد الله په اړه راپور ورکړل شو چې د پاکستان امنيتي ځواکونو په ٢٠٠٧م کال کې ونيوه او په ٢٠١٠م کال کې په زندان کې دننه د زړه د حملې له کبله مړ شو. افغان چارواکي وايي چې ده هم د سولې د روان بهير ملاتړ کاوو.

د طالبانو ځينې نور قوماندانان اوس هم د پاکستان په زندانونو کې دي.

د وسلوالو طالبانو يوه مشر چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، د دوشنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتي ادارو په ولکه کې د خپل یوه بل مهم مشر استاد ياسر د مړينې خبر تاييد کړ.

له پاکستانه ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې استاد یاسر له تیرو څو کلونو راهیسې ددې هیواد له استخباراتي ادارو سره بندي و، خو دا لا نه ده څرګنده چې کله او څنګه وژل شوی دى.

د شنونکو په وینا پاکستان چې د افغانستان په مسله کې ځان مهم لورى ګڼي هڅه کوي چې د سولې په پروسه کې هم مهمه ونډه ورکړل شي.

پر پاکستان تور دی چې استخباراتي اداره يې د سخت دريځو ملاتړ کوي او په طالبانو پورې د تړلې ډلې حقاني شبکې پلوي هم کوي چې دغه ډله په قبايلي سيمو کې خوندي مرکزونه لري او له هغه ځايه په افغانستان کې دېره پر افغان او بهرنيو سرتېرو خپل بريدونه تنظيموي.

خو پاکستانيو چارواکو په وار وار دا تورونه رد کړي دي او وايي چې دوي په افغانستان کې امن غواړي .
XS
SM
MD
LG