د لاسرسي ځای

تازه خبر

ً په شپږو کې یو ازادو مطبوعاتو ته لاس رسی لري ً


د فریډم هاوس نومي ادارې لوګو
د فریډم هاوس نومي ادارې لوګو
ګل اياز، مشال راډيو

پراګ ــ د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکونکې يوې امريکايي ادارې ً فريډم هاوس ً په خپل يو رپورټ کې ويلي دي چې په ټوله نړۍ کې په شپږ کسانو کې يو کس ازادو مطبوعاتو ته لاس رسی نه لري.

دې ادارې په ۱۹۷ هيوادنو کې نظرپوښتنه یا سروي کړې چې پکې د مطبوعاتو ټولي څانګي شاملي دي. د دې نظرپوښتنې له مخې د ۱۹۹۶ کال پرتله د رسنیو په ازادي کې ۱۴.۵ فيصده کمي راغلې ده خو اداره وايي چې تير کال په عربي هيوادنو کې ولسي پاڅون د ميډيا په ازادي کې لاسته راوړنې کړي دي.

د فريډم هاوس مرستيال مشر کرسټوفر والکر وايي چې په ليبيا او تيونس کې د مطبوعاتو د ازادۍ په ترڅ کې ډير او په مصر کې لږ پرمختګ شوی وو.

هغه وايي ً مونږ د دي سيمې په درو هيوادونو کې پرمختګ کتلی. په دوو هيوادونو، ليبيا او تيونس کې تاريخي مبارزه شوې وه. پر هم دې موقع د سيمي په نورو هيوادونو کې پر مطبوعاتو سخت بنديزونه هم لګول شوي او په دې کې ايران ، شام او بحرين شامل ديً.

د مطبوعاتو د ازادۍ په اړه د فريډم هاوس په دې رپورټ کې راغلي دي چې په هغو هيوادنو کې رژيمونو د مطبوعاتو پرضد سخت ګامونه اخیستي دي.

کرسټوفر والکر زیاتوي چې ايران تر ټولو بد رژیم دی چیري چې پر انټرنیټي یا ( آن لاين ) او پر روايتي رسنیو بنديزونه دي.

د هغه په وینا د ايران تر څنګ په بېلا روس ، شمالی کوريا ، ترکمانستان او ازبکستان کې هم پر ميډيا بنديزونه دي.

تير کال په ازبکستان کې يو ازاده ورځپاڼه د مالی وجوهاتو له کبله وتړل شوه ، خو د کرسټوفر والکر په وينا د دي د بندولو ترشا حکومتی لاس وو.

کرسټوفر والکر زیاتوي چې ً د ازبکستان په ورځپاڼو کې خبرونه خپرول ډېر ګران او تر ډيره حده ناممکنه دي. چارواکي دا هڅه کوي چې د مالومات مخه ونيسي او ازبک ولس چې له کومو ستونزو سره مخامخ دی هغه په ډاګه کول ډېر ګران شوي دي ً.

د فريډم هاوس په دې رپورټ کې ويل شوي دي چې د رسنیو په ازادي کې روس په ۱۷۲م او افغانستان پر ۱۶۴ نمبر دي. په نړۍ کې تر ټولو ازاد مطبوعات د سويډن ، ناروې او فن لينډ دي. او امریکا په دې لړ کې پر دوويشتم نمبر ده.
XS
SM
MD
LG