د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلامي نړۍ کې د القاعده ملاتړ کم شوی دی


له یوې وېډیو څخه د سامه بن لادن اخیستل شوی عکس
له یوې وېډیو څخه د سامه بن لادن اخیستل شوی عکس
د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژنې د يو کال پوره کيدو پر موقع شوې يوه تازه نظر پوښتنه وايي چې د نړۍ زياتره مسلمانان د القاعده په اړه منفي نظر لري.

اسامه بن لادن تير کال د پاکستان په ايبټ آباد ښار کې د امريکايي ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی وو.

د امريکا يو غير حکومتي مرکز ً پيو ريسرچ انسټيټيوټ ً دا نظر پوښتنه یا سروې په پاکستان ، انډونيشيا ، مصر ، اردن ، ترکي لبنان او فلسطين کې د روان کال له نوولسم مارچ څخه تر ديارلسم اپرېل پوري کړې ده.

دا نظر پوښتنه وايي په پاکستان کې پنځه پنځوس فيصده کسان د القاعدې په اړه منفي نظر لري ، ديارلس فیصده مثبت او يو ديرش فیصده کسانو خپل نظر نه دی ورکړی.

د ادارې په وينا په ترکي او لبنان کې بيخي کم خلک د القاعدې ملاتړ کوي.

د پيو سروې مصر يو له هغو هيوادونو يادوي چې د نورو ملکونو په پرتله پکې د القاعدې په اړه مثبت نظر زيا ت دي. په دې هیواد کې يوويشت فیصده خلک د دې تنظيم په حقله مثبت او يو اويا فيصده کسان بيا منفي نظر لري.

يو بل هيواد اردن دی چې د پيو ريسرچ سنټر په وينا پکې پر اسامه بن لادن د خلکو باور ډير زيات را کم شوی دی. په دوه زره پنځم کال کې يو شپيته فیصده کسانو پر ده باور درلودی خو تير کال يوازي ديارلس فيصده خلکو ورباندي اعتماد ښکاره کړی دی.

د دې څيړنيزي ادارې په وينا په فلسطين کې که څه هم د نورو ځايونه په نسبت د القاعده ملاتړ زيات دی خو له وخت تيريدو سره هلته د خلکو باور پر دې تنظيم ورو ورو مخ په کميدو دی.
XS
SM
MD
LG