د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو د ستراتیژیکو اړیکو د سندونو په اړه غونډه کړې


د افغانستان د ملي امنیت شورا په غونډه کې له یو شمیر هیوادونو سره د ستراتیژیکو همکاریو د سندونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د افغان ولس مشر د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د ملي امنیت شورا په غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه.

د غونډې مشري د ولسشمر کرزي په غاړه وه.

په دې غونډه کې، پر دې ټینګار وشو چې د افغانستان او جرمني تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو سند او د افغانستان او ناروې ترمنځ د همکاریو اعلامیه دې بشپړه شي او په شیکاګو کې د ناټو د مشرانو د غونډې مخکې دې لاسلیک شي.

په دې غونډه کې دغه راز له اسټرالیا سره هم د افغانستان د اوږد مهاله همکاریو د سند په اړه خبرې وشوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG