چارواکي وايي، د افغانستان د کندهار والي پر مقام برید ګر وژل شوي دي.
هلته د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي چې مقام ته دوه ځانمرګي ننوتي ول چې وژل شوي دي.
د کندهار د والي دفتر رییس زلمي ایوبي د مشال راډیو خبریال ته وویل، برید ګر ورغلي ول چې ځانمرګي ول او تر نښتې وروسته وژل شوي دي.
د کندهار مطبوعاتي دفتر په خپله تازه خبر پاڼه کې وايي، د نښتې پر مهال دوه پولیسان هم وژل شوي دي.
زموږ خبریال وايي، دا وسله وال د والي مقام ته ننوتی ول او بیا د والي دفتر دهلېز ته رسېدلي ول.
په هغه ځای کې له دې وسله والو سره پولیسو جګړه کړې ده او بالاخر یې دوی وژلي دي.