د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسامه د وژنې یو کال، امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې



ژباړه: ګل ایاز، مشال راډیو

سرچینه: رویټرز خبري اژانس


رویټرز خبري اژانس ليکي، يو کال وړاندې د امریکا او د ولسمشر باراک اوباما له پاره د بري ورځ وه چې اسامه بن لادن ووژل شو؛ خو سږ کال (۲۰۱۲ز) د اسامه د وژنې له يو کال پوره کېدو سره سم، اوباما او د ریپبلېکن ګوند له خوا د ولسمشرۍ کانديدان د ټاکنو له ننګونې سره مخامخ دي.

امکان څرګندېږي چې اوباما به د تېر کال (۲۰۱۱ز) د مې د لومړۍ نېټي (په پاکستان کې دویمه نېټه وه) په عملياتو کې د ځانګړو ځواکونو ستاينه وکړي.

خبري اژانس د سپينې ماڼۍ يوه چارواکي په وينا وايي: ((دوی به دې ورځې ته زياته هوا نه ورکوي او هغه ځکه چې دا پېښه پخپله له ډېرو خطرو ډکه ده او اوس هم لانجمنه ده؛ او په ځانګړي توګه د پاکستانيانو له پاره، چې دا عمليات د هيواد پر خپلواکۍ ګوزار بولي.))

خبري اژانس ليکي، رېپبلېکن کاندید مېټ رومني بايد پر دې ورځ د يوې خبرې په انتخاب فيصله وکړي چې ايا د اوباما د خارجه پاليسۍ ريکارډ په نښه کړي او يا څه بله خبره وکړي.

د خبري اژانس په وينا، د امريکا په صدارتي ټاکنو کې قامي سلامتيا مهمه موضوع ده.

د امريکا مرستيال ولسمشر جو بايډن به د راتلونکي زيارت پر ورځ د اسامه د وژنې او د القاعده شبکې پر ضد کاميابي تکرار کړي.

خبري اژانس ليکي، اوباما تېر کال د مې مياشتي پر لومړۍ نېټې (په پاکستان کې دویمه نېټه وه)، په تادۍ کې قام ته په خپله وينا کې ويلي ول چې د امريکا ځانګړي ځواکونو اسلام اباد سره نزدي په يو کمپاونډ کې اسامه بن لادن وژلی امريکا له دې عملياتو د پاکستان حکومت نه وو خبر کړی.

خبري اژانس د جارج ټاون پوهنتون يوه پرفيسر کلايډي ويلکوکس په وينا وايي:

((د اوباما له پاره هغه موقع د ولسمشرۍ په مانا وه نه، چې هغه د کمپاين له پاره فکر مند وو.))

ويلکوکس زياتوي: ((مهمه خبره دا وه چې امريکا خپل بدل واخیست او په هر هغه ځای کې بريد کولای شي چې [په کې] ګواښ وي.))

خبري اژانس د سپیني ماڼۍ د يوه چارواکي په وينا لیکي: ((د اسامه د وژنې يو کال په پوره کېدو اوباما به د هغه ټولو کسانو ستاينه کوي چې د اسامه په وژنه کې یې مرسته کړې وه، په دې کې پخوانۍ ولسمشر جارج ډبليو بش او ځانګړي ځواکونه هم شامل دي.))

خبري اژانس زیاتوي، رېپبلېکنز د نومبر مياشتې په ټاکنو کې اوباما ته ماتې ورکولو ته بې قراره دي خو د اسامه له وژنې سره، په خارجه پاليسي نيوکې کول د دوی له پاره ګران شوي.
XS
SM
MD
LG