د لاسرسي ځای

تازه خبر

باید پاکستان په شکاګو کنفرنس کې ګډون وکړي:څیړونکي


مجید بابر: مشال راډیو

پراګ - د روان کال د می په ۲۰مه او ۲۱مه نيټه به د امريکا په شکاګو ښار کی په افغانستان کي د روان جنګ په اړه يو نړيوال کنفرنس کيږي. د راپورونو تر مخه پدغه غونډه کي به د پنځوسو هيوادونو ولسمشران، ويزراعظمان، د خارجه چارو وزيران پوځي مشران او سفيران ګډون کوي.

پدغه غونډه کي به د ۲۰۱۴م کال نه پس کله چي ددغه هيواد نه د بهرنيو ځواکونو ستنیدل پيل شي، د افغانستان د مستقبل په اړه پريکړي کولی شي.

ددي نه مخکې د جرمني په ښار بون کي هم يوه داسي غونډه شوې وه، چی پاکستان پکې شرکت نه وو کړی. پاکستان ددغي شرکت نه کولو وجه د تير کال د نومبر په ۲۶مه نيټه د مومندو قباييلي سيمی په سلله کي د ناټو په هوايي بمبارۍ کي د ۲۴ پاکستانی پوځيانو وژنه ښودلي وه.

پدي اړه د پاکستان د خارجه چارو د وزارت يو چارواکی انتصار سلهري مشال ريډيو ته اووييل ((تر دا مهال پدی اړه موږ څه پريکړه نه ده کړي، نو څه نه شم وييلی ، او په شکاګو کنفرنس کي د شرکت لپاره څه د خصوصي بلني ضرورت نشته، ځکه چی په پاکستان کي د امريکا سفير شته نو د هغه په زريعه هم بلنه راکولی شي، خو تر دا مهال موږ د شرکت په اړه څه پريکړه نه ده کړي))

په اسلام باد کی د سیاسي چارو کارپوه حسن عسکري وايي چي په شکاګو کانفرنس کي د ګډون نه کولو فیصله به د پاکستان په ګټه نه وي، او زیاتوي ((زما په نظر پاکستان له پکار دي چي په شکاګو کانفرنس کي شرکت اوکړي ، ځکه چی د افغانستان د شخړې سره اړه لرونکې ډير هيوادونه به دغه کانفرنس ته راځي ، او دغلته د پاکستان غير موجودګي به یو سم ګام نه وي، او ددي له وجې به پاکستان ته څه ګټه ونه رسیږي، بلکې د نه شرکت فيصله به دوی لپاره زيان منه وي.ځکه چې هلته به د پاکستان د دريز نه څوک خبر نه شي))

په پیښور پوهنتون کی د سیمه ایزو چارومرکز یا ايريا سټډي سنټر مشر پروفيسر ډاکتر اعجاز خان خټک مشال ريډیو ته ووييل چي پاکستان د افغانستان د شخړي حل په خپلو شرطونو راويستل غواړي، نو ځکه يي دا مهال د زړه نازړه تګلاره اختيار کړي ده.

ډاکټر اعجاز زياته کړه چي په نړیوالو تعلوقاتو کي هره فیصله د يو هيواد په خوښه نه وي څه به د بل منې نو بيا به ستا خبري ته بل هيواد درنښت ورکوي.

ښاغلي اعجاز ووييل چي که په شکاګو کنفرنس کي پاکستان شرکت وکړي او که نا ، خو دا يوه فطري خبره ده، چی اوس به د افغانستان د شخړې حل راووځي، ځکه چې د نړۍ ډير هيوادونه غواړي په افغانستان کی امن بشپړه شي.او دا د پاکستان نه بغير هم ممکنه ده.
XS
SM
MD
LG