د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزي د برتانیا د ملي امنیت له سلاکار او استاذي سره لیدلي


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د برتانیا د ملي امنیت له سلاکار کیم داروچ او د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هیواد له ځانګړي استازي مارک سډویل سره ملاقات کړی دې.
په دې ملاقات کې په افغانستان کې د سولې پر بهیر او په دې بهیر کې د پاکستان د برخې اخیستلو پر مسلې خبرې وشوې.
د برتانیا د ملي امنیت سلاکار له افغانستان سره د خپل هیواد د اوږدمهالو مرستو د جاري ساتلو ژمنه وکړه.
په دې کتنه کې چې پرون وشوه افغان ولسمشر برتانوي پلاوي ته د شیکاګو د کنفرانس په اړه د افغان حکومت د تیاریو معلومات ورکړل. کیم داروچ وویل، چې برتانیا هم دې کنفرانس ته پوره تیاری لري.
ټاکل شوې ده چې د می په وروستیو کې به د امریکا په شیکاګو کې د افغانستان لپاره غونډه کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG