د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جوهري جنګ د مخنیوي لپاره باید کار وشي


سرچینه:اې ایف پي
ژباړه:عبدالحۍکاکړ

پراګ- د ايټمي وسلو په اړه يو تازه څيړنه وايي که چرته پاکستان او هند په محدوده پيمانه جوهري جګړه وکړي نو دا به نه يوازي په نړۍ کې يو ارب کسان له لوږي سره مخامخ کړي بلکه د تابکاري اثرات به يې فصلونو ته هم لوی زيان ورسوي.

د ايټمي وسلو د استعمال په اړه دا څيړنه په شکاګو کې د امن د نړيوالو جائزه لرونکو په يوه کانفرنس کې وړاندي شوې او د کلائمټ چينج په نړيوال جورنال کې به خپريږي.
تحقيقي رپورټ ليکونکي د جوهري جنګ د مخنوي لپاره د نړيوال فزيشنز د ادارې ډاکټر ايرا هفلينډ خبري اژانس اې ايف پې ته ويلي څيړنه د جوهري وسلو د استعمال په نتيجه کې د ژورو نړيوالو پائلو درلودلو خبردارۍ ورکوي.

دده په وينا نه يوازې د امريکا او روس بلکې په وړه پيمانه موجودې جوهري وسلې به تهذيب، انساني، حيواني او نباتاتي ژوند او جديده ټولنه له لوی خطر سره مخامخ کړي.
فصلونو ته د رسيدونکي تاوان په اړه څيړنه وايي چې په امريکا کې د جوارو فصل به په لس کلونو کې اوسطا لس او دا شان د خوراکي استعمال تيل به په پنځو کلونو کې لس فيصده کم شي.
څيړنه زياتوي په چين کې به د جوهري وسلو د استعمال وروسته په لومړیو پنځو کلونو کې د وريجو پيداوار يوويشت فيصده او په وروسته شپږ کلونو کې به لس فيصده کم شي.

ډاکټر هفلنډ زياتوي د خوار ځواکي او د انسانانو ژوند ته وروړاندي خطرونه خو بيخي ښکاره دي. ددې تر څنګ د خوراکي توکیو قيمتونه به زيات شي او خلکو ته به زراعتي شيان په ګرانه ترلاسه کيږي.


د جوهري وسلو د استعمال د خطرناکه نتيجو په اړه څيړنه وايې چې د جوهري وسلو له استعمال سره به د هيوادونو او په هيوادونو کې دننه پر تشدد شخړې رامينځ ته شي او دا شان د هيضې او د خيټي دناروغيو وبا به خوره شي.

څيړونکی ايرا هفلنډ وايې که څه هم د روس او امريکا ترمينځ جوهري جنګ کيدل نه ښکاري خو پخوا پنځه ځله دواړو هيوادونو پر يو بل د جوهري وسلو د استعمال تياری نيولې وو.

د پخواني شوروې اتحاد ولسمشر ميخائل ګورباچوف چې سړه جګړه يې ختمه کړې او پر روس يې د جمهوريت دروازه خلاصه کړې وه، د څيړني په اړه ويلي چې دا د جوهري وسلو د له مينځه وړلو پر ضرورت د زور ورکولو لپاره يو بل ثبوت دی.
XS
SM
MD
LG