د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند کې په عملیاتو کې وسله والو ته مرګ ژوبله


د افغانستان د هلمند ولایت د والي د دفتر لخوا خپور شوی بیان وايي چې د واشير ولسوالۍ په شاوخوا سیمه کې د گډوځواكونولخوا له تيرو درې ورځو راهیسې عملیات روان دي چې پکې د وسله والو ځنیې پټنځايونه په نښه شوي دي. په دې عملیاتو کې د څلورقوماندانانوپه گډون شل تنه وسله وال وژل شوي او لس تنه نورټپيان شوي دي

په دې عملياتوكې گډوځواكونوته هيڅ ډول زيان نه دى اوښتى او هغه ټولې ځالې یې ختمې کړي دي له کومو چې به وسله والو ترهه ګر بریدونه ترسره کول.

واشير ولسوالي د لښكرگاه شمال ته په شاوخوا ۱۶۰ كيلومترۍ كې پرته ده چې له تيروڅومياشتو راپه ديخوا پكې د حکومت واکمني ټینګه شوې اوخلكوته په بيلابيلوبرخوكې حکومتي خدمتونه وړاندې كيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG