د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا او پاکستان هدفونه او اړتیاوي


د پاکستان د پولیسو یو عسکر د دې ملک د پارلمان تر ودانۍ دباندې ولاړ دی
د پاکستان د پولیسو یو عسکر د دې ملک د پارلمان تر ودانۍ دباندې ولاړ دی
ژباړه: احمد شاه اعظمي
سرچبنه: فارن پالیسي مجله



پراګ : په فارن پاليسي مجله کې ليکل شوي دي چې د پاکستان د پارلمان لخوا له امريکا سره د اړيکو د نوې تګلارې په اړه د قرارداد منظوري ورکړل شوه او اوس وفاقي کابينې ته کار ګوري چې د دې د عملي کولو لپاره له امريکا سره په دې اړه خبرې اترې وکړي.

مجله لیکي چې ټول خلګ به اوس دې ته ګوري چې د پاکستان او امريکا حکومتونه خپلي کړکېچنې اړيکې په څه توګه سموي؟

د مجلې په لیکنه ، دواړو هيوادونو ته پکار ده چې په برياليتوب سره له دې موقع کار واخلي چې په تيرو وختونو کې له ناکامۍ سره مخامخ شوې ده.

مجله ليکي، د پارلمان په قرارداد کې پاکستان ته د خبرو اترو لپاره ځینې لارښوونې شوې دي چې د زياترو په اړه وار له مخه لا اټکل کېدای شوای.

فارن پالیسي لیکي ، په دې کې په افغانستان کي د نېټو د ځواکونو لپاره د سامان وړلو د مځکنيو لارو پرانستل دي چې يو خو به ټېکس زيات ورڅخه اخیستل کيږي او بل به د وسلې وړلو اجازه نه وي. په دې کي دا هم ويل شوي دي چې د امريکا لخوا دي په پاکستان کې د بې پیلوټه الوتکو بريدونه ودرول شي او د تېر کال د نومبر په مېاشت کي دي د نېټو په بمبارۍ کي د پاکستانیو پوځيانو پر وژنه له پاکستانه بخښنه وغوښتل شي.

پر دې سربېره له امريکا سره شوي ټولي زباني لوظنامې او ژمنې پای ته رسېدلي او له امريکا غوښتنه شوې چې هره لوظنامه په ليکلې بڼه لاسليک کړي.

په دې قرارداد کې يوه غوښتنه دا هم شوې چې امريکا دي د هند په شان له پاکستان سره هم د ښاري اېټمي ټېکنالوجي لوظنامه لاسليک کړي. د دې سربېره له امريکا غوښتنه شوې چې ډاکټر عافيه صديقي خوشي کړي چې په امريکا کي د ۸۶ کلونو په قېد محکومه ده.

فارن پاليسي مجله ليکي ، د قرارداد له غوښتنو څخه ښکاري چې د پاکستان پوځ ته په دې کې بشپړه رول ورکړل شوی دی. د پوځ او حکومت لوړ پوړو مشرانو د کمېټۍ لخوا د غوښتنو تر ليکلو وړاندي سره وليدل او پر سپارښتنو سره سلا شو.

مجله زياتوي چې دا څرګنده ده چې که چيري پوځ غواړي چې سخت دريځ خپل کړي نو يو کمزوری پارلمان او د امريکا ضد ولاړ ولس به د دوی ملاتړ وکړي. خو د پوځ حيثيت ته تېر کال ډېر زيان ورسېدی او له همدې کبله به دوی خپله تګلاره بدلوي. که چيري پوځ غواړي چې د پخوا په څېر تر پردې شا ته له امريکا سره نرم دريځ ولري او ګټې تر لاسه کړي نو دا به دوی په مشکل کي واچوي او له نيوکو سره به يې مخامخ کړي.

مجله په پای کي ليکي چې د دواړو هيوادونو لپاره ښه موقع ده چې خپل هدفونه په صحيح توګه تر لاسه کړي. د دې پيل په دوه اړخيزه ريښتينو هيلو او د امنيت په اړه د همکارۍ پر بنياد شوی دی. دواړو خواوو ته په کار ده چې د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره خپلي اړتياوې محدوده وساتي.
XS
SM
MD
LG