د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د پېسو له نړیوال صندوقه نوی پور اخلي


U.S. -- The logo of the International Monetary Fund (IMF) at the organization's headquarters in Washington, DC, 16May2011
U.S. -- The logo of the International Monetary Fund (IMF) at the organization's headquarters in Washington, DC, 16May2011
ژباړه : ملیحه امیرزاده ، مشال راډیو
سرچینه : د پاکستان ډان ورځپاڼه


پراګ : د پاکستان د انګریزي ژبې د ورځپاڼې ً ډان ً په یوه مقاله کې لیکل شوي دي چې پاکستان غواړي د پېسو له نړیوال صندوق یا آی ایم ایف سره نوي مالي انتظامات برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د چارواکو په خبره داسې اندیښنې موجودې دي چې پاکستان به په راتلونکي مالي کال کې له بهرني مرستې پرته خپلې بهرني پورونه بیرته ورنه کړل شي.

ورځپاڼه ليکي چې پاکستان ته دا وخت د ۴.۳ اربه ډالرو اړتیا ده چې په راتلونکي کال کې د پېسو له نړیوال صندوق څخه اخیستل شوې قرضه ورستنه کړي.

ډان ورځپاڼه ليکي ، په ۲۰۰۸م کال کې د پېسو له نړیوال صندوق څخه اخیستل شوی پور ۶.۷ اربه ډالره وو او پاکستان یې د فرورۍ په میاشت کې ور ستنول پیل کړل چې تر اوسه یې ۳۹۹ اربه ډالر ورکړي او ۱.۳ اربه ډالر یې لا ورکول ورته پاتې دي.

د ورځپاڼې په لیکنه په واشنګټن کې د پېسو د نړیوال صندوق د غونډې پر مهال د پاکستاني پلاوي یو غړي ويلي چې حکومت غواړي د راتلونکي مۍ پورې ټوله قرضه بیرته ورکړي.

او د هغوي په خبره چې ژر تر ژره له دې ادارې سره یو نوی مالي بندوبست وشي چې نوره قرضه ترې تر لاسه کړي.

ورځپاڼه ليکي چې د پاکستان حکومت له وړاندې د پېسو له نړیوال صندوق سره د نوې قرضی په لړ کې خبرې اترې پیل کړې دي خو دا اداره د اقتصادي اصلاحاتو په په لړ کې د پاکستان له هلو ځلو نه ده خوشحاله.

د پېسو نړیوال صندوق غواړي چې پاکستان په بجټ کې خپله خساره سمه کړي او په ملک کې د پیداوار او خدمتونو په نسبت د ټيکسونو حالت ښه شي.

ډان ورځپاڼه زیاتوي چې د پاکستاني اقتصاد په اړه د پېسو د نړیوال صندوق یو تازه رپورټ وایي چې په راتلونکي مالي کال کې به پاکستان ته له بهر څخه تر ۱۰.۵ اربه ډالر په کار وي او په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳م کال کې به یې د پور ادا کولو صلاحیت کم شي.

له پاکستاني پلاوي سره په غوڼده کې د پېسو د نړیوال صندوق چارواکو په پاکستان کې اوسنۍ اقتصادي ستونزې په ګوته کړې چې پکې د سامانونو لوړ قېمتونه ، د تیلو په درآمداتو کې زیاتی او د پورونو د بیرته ورکولو وروستۍ نېټه شامله ده.

دې ادارې خبرداری ورکړی دی چې له دې مسلو سره به په پاکستان کې د زرمبادله زخیرې بالکل کمې کړي چې د ملک معیشت له لوی بحران سره مخامخولای شي.

خو د پاکستاني پلاوي غړو او د ملک د خزانې وزیر عبدالحفیظ شېخ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې د نړیوالو مالي ادارو اوس هم پر پاکستاني اقتصاد باور شته.
XS
SM
MD
LG