د لاسرسي ځای

تازه خبر

'طالبان، پوځیانو له پاره جنګېږي، ملتپالان نه دي'


د قبایلي سیمو یو وړکی تر چاودنې وروسته ژاړي.
د قبایلي سیمو یو وړکی تر چاودنې وروسته ژاړي.

ژباړه: اسرار عالم مومند، مشال راډیو

لیکواله: فرحت تاج

سرچینه: فرایډې ټایمز مجله


د قبایلی سیمو د چارو کار پوهه او لیکواله فرحت تاج په خپله مقاله کې کاږي، په امریکا کې د سپټمبر د ۱۱مې تر پېښو وروسته، پر پاکستان زور راول شو چې د طالبانو پر ضد وجنګېږي.


پوځي جنرالان او له طالبانو سره اړیکي

په جنوبي وزیرستان کې یو طالب له خپلې وسلې سره ناست دی
په جنوبي وزیرستان کې یو طالب له خپلې وسلې سره ناست دی
که څه هم پاکستانيو پوځي جنرالانو د القاعدې په اړه د امریکا بیړنیو اندېښنو ته ځای ورکړ، خو په افغانستان کې د خپلې ستراتیژیکي ژورتیا د تګلارې له کبله یې په لاندیني کچ له افغان طالبانو سره اړیکو ته هم دوام ورکړ.

د فرحت تاج په خبره، دا ځکه چې که امریکا له افغانستانه ووځي نو دوی به دا اړیکي بیا د خپلو ګټو له پاره وکاروي.

همدا راز، پاکستان دوه مخیزه لوبه پیل کړه او په قبایلي سیمو کې یې منظمه ګډوډي پیدا کړه چې په ازادانه توګه له بهره دا سیمه وڅارل شي، او د قبایلو له پاره دا ډېره ویروونکې کړل شي له بهرنۍ نړۍ سره مالومات شریک کړي.


قبایلو اورپکو ته پناه نه ده ورکړې

نوموړې لیکي، د پاکستان رسنیو دا پروپیګنډه پیل کړه چې په قبایلي سیمو کې خپلواکه قبیلو د پاکستان ضد په خپلو سیمو کې له افغانستانه ورتښتېدلو اورپکو ته د پښتونولۍ له کبله پټنځایونه ورکړل.

لیکواله وايي، دا هر څه په بشپړه توګه درواغ دي، ځکه چې په قبایلي سیمو کې یوې قبیلې هم بهرنیو اورپکو ته ځای نه دی ورکړی.

په اصل کې، په قبایلي سیمو کې قبیلو نه، بلکې ځینو کسانو اورپکو ته ځایونه ورکړي دي او دا هغه کسان دي چې د خپلو قبیلو کنټرول پر نشته او له اوږدې مودې راهیسې د پاکستان له استخباراتي ادارو سره اړیکي لري. د مثال په توګه، په جنوبي وزیرستان کې مولانا نور محمد چې په ډاګه به یې د جمعې د لمونځ په خطبه کې ویل چې د اورپکو ملاتړ وکړئ.

ایسټیبلېشمنټ او د جنوبي وزیرستان ګډوډي

جنوبي وزیرستان وړومبۍ قبایلي سیمه ده چې په کې د پاکستان ایسټیبلېشمنټ له طالبانو سره د جعلي ملاتړ پیدا کولو له پاره دلته ګډوډي را منځ ته کړه؛ خو حساسه او پوه قبایلي مشرانو دا خبره احساس کړه او د خلکو د پوهاوي کیمپېن یې پیل کړ.

همدا وخت په ۲۰۰۳ز کال کې په پټه توګه د قبایلي مشرانو وژنه پیل شوه، او په دې ډول له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۷ز کاله د قبایلي مشرانو په ګډون ۲۰۰ سیاسي کار کوونکي ووژل شول. خو پاکستاني حکومت هیڅ کله د دې وژنو پلټنې و نه کړې. په دې وژنو کې یو ورته والی یا مماثلت وو، او هغه دا چې دوی ټول د طالبانو ضد ول.


فقیر ایپي ملي مبارز وو

فرحت تاج وړاندې لیکي، له طالبانو بښنه غوښتونکی عمران خان دا خبره کوي چې په وزیرستان کې وسله والي د فقیر ایپي له زمانې پیل شوې وه.

نوموړې لیکي، فقیر ایپي هغه کس وو چې د برتانیوي سامراج ضد یې وسله واله مبارزه کړې وه او په بنیادي ډول فقیر ایپي قام پرست مشر وو او همدا وجه ده چې د نوموړي کورنۍ ځان له طالبانو جدا ساتلی او په دې ډول ایپي له طالبانو سره هیڅ نظریاتي تړاو نه درلود.

پر دې سر بېره، د فقیر ایپي چې څومره لارویان دي، هغه یا خو له عوامي نیشنل ګوند او یا هم له پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تړلي دي، او د طالبانو ضد دريځ لرلو له وجې د دې ګوندونو یو شمېر غړي وژل شوي دي.


په شمالي وزیرستان کې مزاحمت نشته

فرحت تاج زیاتوي، د جنوبي وزیرستان پرتله په شمالي وزیرستان کې د طالبانو او القاعده ضد مزاحمت نشته، او د هغې وجه دا ده چې د دې سیمې اوسېدونکي پر دې پوه دي چې د طالبانو پر شا د هیواد د استخباراتي اېجنسیو لاس دی نو په دې ډول د دوی مزاحمت به د ګټو پر ځای دوی ته لا نور زیان ورسوي.

مقاله لیکونکې وايي، د حقاني وسله واله شبکه چې په شمالي وزیرستان کې مېشته ده، په اړه یې اسلام اباد غواړي چې په راتلونکې کې د افغانستان په حکومت کې ورته برخه ورکړي.


کورمه او خاندان مسید

لیکواله په خپله مقاله کې بیا د کورمې پر لوري ورځي. نوموړې لیکي، په ۲۰۰۸ز کال کې په دې سیمه کې ځینې سني مسلکه مشرانو حقاني ډلې ته ویلي ول چې د آی ایس آی په ملاتړ د مري تړون نافذ کړي؛ خو تر دې دمه دا کار نه دی تر سره شوی.
لیکواله لیکي، د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګرۍ تر پېښو وروسته، د جنوبي وزیرستان طالبانو ضد مشر خاندان مسید ووژل شو.

نوموړې لیکي، پوښتنه دا پیدا کېږي د کورمې خلکو ولې حقاني ډله قبوله نه کړه او خاندان مسید یې قبول کړ؟

فرحت تاج زیاتوي، د دې ځواب دا دی چې خاندان مسید یو مشهور سني مسلکه قبایلي مشر وو او اهل تشیع ته یې هیڅ تاوان نه وو رسولای.
XS
SM
MD
LG