د لاسرسي ځای

تازه خبر

'له کتابه لرې کېدو، ټولنیز بحران پیدا کړی'



شاهین بونیری، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د جنګ جګړې او نا کرارۍ له کبله که یو خوا خلکو ته لوی ځاني او مالي زیانونه اوښتي، نو بل خوا دلته کلتوري، علمي او ولسي فعالیتونه هم اغېزمن شوي دي؛ او ولس له یو لوی ټولنیز بحران سره مخامخ دی.


د کتابونو دوکانونه تړل کېږي

په پېښور ښار کې د کتابونو دوکانونو بندېدلو لړۍ دوام لري، او د سعید بوک بینک، اولډ بوک شاپ او د مکتبه ای افکار نو تر تړل کېدو وروسته، په خیبر بازار کې د کتابونو د لوی دوکان (مکتبه ای سرحد) مالک فیصله کړې ده نور کتابونه خرڅ نه کړي.

په پېښور کې د کتابونو پلورنځیو تر تړل کېدو وروسته د کتاب مینه والو د پېښور ریډرز کلب په نوم یوه اداره جوړه کړه چې خلک بیا د کتاب لوستو خوا ته راغب کړي.


نوی نسل او جمود

د دې کلب مشر ناصر یوسف مشال راډیو ته وویل چې نوی نسل د نصابي کتابونو له کبله د جمود ښکار دی او د بدلون کار ډېر وخت غواړي.

همدا راز، د ښځو د چارو کار پوهه ثمر من الله وايي، په سیمه کې د سختدریځۍ څپو سړي او ښځې دواړه، له خپل لوړ تهذیبي قدرونو او له کلتوري شناخته بې برخې کړې دي.

د یوه کتابتون انځور
د یوه کتابتون انځور
دا چې هغه کوم عوامل دي چې د پښتنو په سیمو کې یې خلک له کتابونو لرې کړي دي؟ او د دې نتیجه بیا د کتابونو د پلورنځیو د تړل کېدو په صورت کې، او یا چې کار پوهان یې د جمود په شکل کې، یا له تهذیبي اقدارو د لرې کېدو په بڼه ویني، د دې ټولو وجوهات او اثرات څه دي؟

او دا جمود به څنګه ماتېږي او ولس به د کتاب لوري ته څنګه بیول کېږي؟

په دې موضوع د کار پوهانو د فکر او نظر په رڼا کې جوړ شوی دا رپورټ اورو:

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:05:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG