د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند و پاکستان تر منځ اړیکي؛ ستونزې او ننګونې



ژباړه: احمد شاه اعظمي
لیکوال: کلدیپ نیر
سرچینه: ایکسپریس ټرېبیون


د پاکستان د انګريزي ژبې ورځپاڼې اېکسپرېس ټرېبيون د پاکستان او هند په اړيکو کې د بيا رغېدا په اړه د نامتو هندي خبريال کلديپ نير يو مقاله خپره کړې چې ليکي، د پاکستاني ولسمشر أصف علي زرداري او هندي وزيراعظم منموهن سینګ تر منځ په ليدو کتو سره د دواړو هيوادونو تر ساړه اړیکې پای ته رسېدلي دي.

د زرداري پر سفر غوغا

کلديپ نير ليکي، دا ډېره نامعقوله خبره ده چې ځيني هندوان، پاکستان ته د وزيراعظم منموهن سینګ د سفر مخالفت کوي او د پاکستان لخوا د ممبۍ په بريدونو کې د دريځ بدلولو خبره کوي.

دا لانجه د دواړو هيوادونو په عدالتونو کې ده او په کار ده چې ټول کسان د حتمي پرېکړې انتظار وکړي.

ليکوال پر مخ ليکي، بلخوا دی نه پوهېږي چې ولې ځينو پاکستاني سخت دريځه عناصرو هند ته د پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري پر سفر غوغا جوړه کړه!!

خلک بايد فکر وکړي چې د زرداري او سینګ تر ليدو کتو وروسته، د دواړو هيوادونو تر منځ ساړه اړیکي پای ته رسېدلي دي او پر لوړه کچه د راکړې ورکړې چاپېريال را منځ ته شوی دی چې دا به د سولې بهير پر مخ بوځي.

واقعیت لرونکی او عملي حل

ليکوال ليکي، په نوي ډيلي کې له زرداري سره تر ليدو وروسته، منموهن سینګ دوه ټکي وکارول چې د رسنيو د بير و بار او د چارواکو لخوا د زياتو رسمياتو له کبله خلکو ورته پام و نه کړ.

سینګ وويل چې دوی د هند او پاکستان تر منځ د ټولو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې او ((واقعيت لرونکی او عملي)) حل يې تر لاسه کړ.

د زرداري هند ته سفر ته کتنه

د زرداري په بلنه، منموهن سېنګ پاکستان ته ورځي

په بله مانا دواړو مشرانو پر کشمير او نورو لانجو د رسمي او ولسي دريځ پرته خبرې وکړې.
ليکوال پر مخ ليکي، د دواړو هيوادونو تر منځ به بحث شوې ستونځې په څه ډول هوارېږي، دا کار د اندازې له مخي امکان نه لري.

دواړه مشران به پخپلو هيوادونو کې د ستونزو د هواري په اړه پر عمومي توافق تکیه کوي.

ستونزې او ننګونې

د زرداري د حکومت موده تر يو کال هم کمه پاته شوې ده او بيا به نوي ټولټاکنې کېږي . دا به ډېر کار وغواړي چې نوموړی په قامي اسمبلۍ کې خپل اکثريت برقراره وساتي.

تر هغه وروسته، لويه ډله پوځ دی چې په هيواد کې ډېر ځواک لري.

په همدې خاطر، هند ته تر سفر وړاندې ولسمشر زرداري د پاکستان له وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني او د پوځ له مشر جنرل اشفاق پروېز کېاني سره وليدل.

بلخوا د منموهن سینګ ستونزه د خپل حکومت د ايتلافيانو لخوا فشار دی.

د هند د بهرنيو چارو د پخواني وزير او د بې جې پي ګوند د يو مشر يشونت سنها لخوا د زرداري د سفر ملاتړ دا څرګندوي چې چې د هغه ګوند د پاکستان له مخالفته په شا شوی او د اړيکو سمول غواړي.

د منموهن سینګ ستونزه به پخپل ګوند کې دننه وي.

خلا باید ډکه شي

کله چې د زرداري لپاره د غرمنۍ بندوبست شوی وو نو د کانګرېس مشره سونيا ګاندي نه وه راغلې ځکه چې هغې خپل ګډون مهم نه ګاڼه.

ليکوال د مقالې په پای کې ليکي، په داسي حال کې چې امريکايي او ناټو ځواکونه دوه کاله وروسته سيمه پرېږدي، د نوي ډيلي او اسلام آباد لپاره ډېره اړينه ده چې د کابل خپلواکي په پام کې له نيولو سره خلا ډکه کړي.
XS
SM
MD
LG