د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې نښته، ۸ وژل شوي


په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو او د یوې ځايي قبیلې تر منځ نښته پای ته رسېدلې ده.

په دې نښته کې ۸ کسان وژل شوي.

د مشال راډیو خبریال، د عیني شاهدانو له خولې وايي، وسله والو طالبانو د اپرېل په ۱۸مه، د شمالي وزیرستان د شوې په تحصیل کې د ملک کریم خان پر قبیله حمله وکړه.

د دوی په وینا، قبیلې مزاحمت وکړ، او په دې ډول نښته د اپرېل د ۱۹مې تر مازیګر پینځو بجو روانه وه.

نښته وروسته د حکومتي مداخلت په نتیجه کې ودرېده.

عیني شاهدان وايي، په دې نښته کې د ځايي قبیلې شپږ او د وسله والو دوه کسان وژل شوي.

د سیمې د اوسېدونکو په وینا، د طالبانو او د ملک کریم خان د قبیلې تر منځ له تېرو دوو کالونو راهیسې تاو تریخوالی روان دی.

دوی وايي، ورځې وړاندې د هنګو په ټل کې د دوو وسله والو د وژل کېدو شک طالبان په دې قبیلې کوي چې همدا د جګړې سبب ګرځېدلی دی.

د هنګو په وژل شویو کې حاجي قادر نومي وسله وال هم شامل وو چې د حقاني وسله والې شبکې مهم کس بلل کېږي.
XS
SM
MD
LG