د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد کې د څلورو والیانو غونډه شوې


غونډه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وشوه
غونډه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې وشوه

باز محمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد -
د افغانستان په ختيز کې د سيمه ييزو ارګانونو په نوښت په ولايتي کچه د اداري چارو د سمون په غرض، په جلال اباد کې د لوړ پوړو چارواکو دوه ورځينۍ ناسته پاى ته ورسېده.

د دې ناستې د جزياتو د روښانولو په خاطر د سيمه ييزو ارګانونو د پاليسۍ جوړولو مرستيال فريد مامونزي خبريالانو ته وويل:

((د ماليې قوانين مو تر اوسه پورې مکمل شوي نه دي. په ښارواليو کې د طالبانو د وخت قانون چلېږي، د ولايتي شورا قوانين تر اوسه پورې ګونګ دي. په دې باندې مو بحث وکړ چې د خلکو نماينده ګي څنګ په ولسواليو کې يقيني کړو. تاسو وکتل چې تېر کال اکثرو وزارتونو خپله کالنۍ بوديجه نیمايي هم نه وه مصرف کړې. که چېرته په بوديجه سازۍ کې محلي ادارات شريک شي، زه مطمين يم چې بوديجه تر نیمايي هم زياته مصرف کړى شو. زموږ اساسي بحث په را روانو پلانونو او برنامو باندې دى چې سږکال بايد کوم پلانونه عملي کړو او راتلونکي کال ته کومې برنامې عملي کړو!!))

د بودیجې مصرف ته پاملرنه

په دې ناسته کې د کونړ، لغمان، نورستان اوننګرهار واليانو د راتلونکو دوه کلونو په دروان کې د انکشافي پلانونو په لړ خپل پيشنهادات وړاندې کړل.

د لغمان والي، اقبال عزیزي
د لغمان والي، اقبال عزیزي
د لغمان والي اقبال عزيزي د انکشافي بوديجې د مصرف لپاره د يوه منظم پلان د جوړولو وړانديز وکړ:

(( په محلي سطح د خلکو اړتياو ته په پاملرنې سره، سيمه ييزو شرايطو ته په پاملرنې سره او انکشافي بوديجه په موثره توګه د مصرف کېدو لپاره زما وړانديز دا وو چې د ولايتونو انکشافي بوديجه دې د ولايتونو له ضرورتونو سره سمه تخصص شي، چې د ولايتونو انکشاف د ولايت د شرايطو سره سم رامنځته شي.))

د کونړ پر سیند د ډیم جوړولو وړاندیز

د کونړ والي، سید فضل الله واحدي
د کونړ والي، سید فضل الله واحدي
د کوڼړ والي سيد فضل الله وحيدي، د خپلو وړانديزونو په سر کې د کونړ په سيند د ډيم جوړول تر بل هر کار ډېر مهم وګاڼه:

((په کونړ سيند باندې د برق د بند چې کومه توقع ده چې جوړ شي، هغه به تقريباً د ۱۸۰۰ ميګاواټه برق جوړيدو ظرفيت ولري چې د ټول افغانستان لپاره کافى دى. بايد چې د دې په جوړېدو کې دولت او نړيواله ټولنه ډېره توجه وکړي. ځکه چې دا بند ډېرو پيسو ته ضرورت لري. ما په خپلو ياداشتونو کې ۱۰ هغه مهم کارونه ليکلي چې تر اوسه پورې پرې موږ نه يو توانېدلي چې سر ته يې ورسوو. يو په کې د دې بند جوړېدل هم دي.))

د همغږۍ و همکارۍ له پاره د دفتر جوړول

د ننګرهار والي، ګل اغا شېر زی
د ننګرهار والي، ګل اغا شېر زی
د ننګرهار والي ګل اغا شېرزي په خپلو خبرو کې وړانديز وکړ چې سيمه ييز ارګانونه دې په ولايتونو کې داسې يو دفتر پرانيزي چې د پروژو په ورکړه کې د ولايتونو چارې له وزارتونو سره منسجمې کړي:

((ما د پروژو په رابطه دا پيشنهاد وکړ چې د ولاياتو کومې پروژې چې له ځينو وزارتونو لکه فوايد عامې او نور وزارتونه يې ولاياتو ته ورکوي، د دې د انسجام لپاره دې د سيمه ييزو ارګانونو دفترونه په ولايتي کچه پرانيستل شي چې کارونه په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.))

د سيمه ييزو ارګانونو چارواکي وايي، د دې ناستې له برکته به په دې وتوانېږي چې په ختيزو ولايتونو کې به د راتلوونکو دوه کالونو لپاره پراختيايي پروګرامونه په داسې توګه پلي کړي چې خير به يې ټول ولس ته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG