د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کرمه کې نښتې رامنځ ته شوي


د پاکستان په کرمه ایجنسی کې د امنیتی سرتېرو او وسله والو ترمینځه نښته کې پنځه وسله وال وژل شوي دي او د يو امنيتي سرتيري په ګډون څلور ژوبل شوي.

ځايي استخباراتي چارواکو مشال ريډيو ته ويلي دا پيښه تېره شپه په جوګي سيمه کې رامنځ ته شوې ، چارواکو زياته کړې ژوبل امنيتي سرتېرې د درملنې لپاره ټل سي ايم ايچ اسپتال ته وړل شوی. د دې پيښې په اړه د وسله والو لخواه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG