د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا پاکستان ته يو سل لس ملينه ډالره ورکوي


په پاکستان کښې د قانون نافذونکو ادارو صلاحيت زياتولو او د ترهه ګرۍ د ختمولو او د مخادره موادو د کر او قاچاقو مخنيوي لپاره د امريکې او پاکستان تر منځه يوه لوظنامه شوېده چې تر مخه به يې امريکا پاکستان ته يو سل لس ملينه ډالره ورکوي.

په دې لوظنامه د پاکستان لخواه د دغه هېواد د مالې چارو سکټري وقار مسعود او د امريکا سفير کېمرون منټر لاس ليک وکړو ، د دې لوظنامې په اړه په اسلام اباد کې د امريکايي سفارتخانې وياند مارک سټره مشال ريډيو ته وويل چې پاکستان د امريکا نږدې ملګری دې او دوی به يي په هر ډګر مرسته جاري ساتي.

د پاکستان د مالې چارو يو چارواکي ای کې رند مشال ريډيو ته ويلي چې د امريکا لخواه دا مالي مرستې به په پولو د امنيت ټينګولو او قانون نافذونکو ادارو د کارکردګۍ د ښه کولو په ګډون د نورو مهمو کارونو لپاره کارول کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG