د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو عدنان رشید خوشې کاوه، پولیسو ډزې نه دي کړې


د پاکستان د خیبر پښتونخوا پولیس مشر اکبر خان هوتي په بنو کې هغه زندان لیدلی چې د اپرېل په پینځلسمه ترې ۳۸۴ بندیان وتښتېدل.

له خبریالانو سره د خبرو پر مهال هوتي وویل، پر زندان د وسله والو برید موخه د هغه کس خوشې کول ول چې پر پخواني پاکستاني ولسمشر پروېز مشرف یې حمله کړې وه.

د دې کس نوم عدنان رشید دی.

هوتي له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل: ((له شا و خوا ۱۵۰ تر ۲۰۰ پورې کسان راغلي ول. د مرکزي زندان د وره مخې ته یې ګاډي درولي ول، او بیا یې د جېل لویې دروازې پر راکټو ویشتلې دي. په دې ډول دوی دننه تللي. هلته د دوی هدف د یوه کس را خلاصول وو، عدنان رشید، چې پر پخواني ولسمشر جنرال پروېز مشرف په وژونکې حمله کې ککړ وو. د نورو قیدیانو تر څنګ، ۲۱ نور هغه بندیان یې هم خوشې کړې دي چې ورته د مرګ سزا ګانې اورول شوې وې.))

د خیبر پښتونخوا پولیس مشر وايي، په زندان کې له پولیسو سره ((څه نا څه وسله وه، خو دوی یا خو ویرېدلي دي او یا هم څه بله وجه وه چې پر وسله والو یې ډزې نه دي کړې.))

ده وویل، که پر وسله والو، پولیسو ډزې کړې وای ((نو څه خو به شوي ول، خو دوی ډزې هم نه دي کړې.))

له اکبر خان هوتي پوښتنه وشوه چې پر دومره لوی زندان د وسله والو برید ایا د امنیتي ادارو کمزوري نه ده؟
ده وویل، یو کس ته چې مالومه وي چې څوک خوشې کول غواړي او ((هغه د زندان په کوم بیرک او کوم ځای کې دی، نو د زندان له داخله ورسره مالومات ضرور وي.))

هوتي وویل، د دې به پلټنه کوي او دا چې ((د زندان عملې د شپې په پاو کم دوه بجې ټیلي فون کړی او بیا پولیسو ځای پر ځای ناکې اچولې وې؛ خو د پولیسو دا ناکې پر نا سمو ځایونو وې او بندیان پر نورو لارو تللي دي.))

هوتي په بنو کې خبریالانو ته وویل: ((زموږ پر پولیسو وسله والو له درنې او سپکې وسله سره ډزې کړې دي خو ما ورته دا هم ویلي ول چې تاسې هم پر ډزې وکړئ. څه خو به شوي وای، خو دوی ډزې نه دي کړې.))

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG