د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیاچین کې 'غره ګټلې، پوځ بایللې'


په سیاچین
په سیاچین

ژباړه: فرخنده وزیر، مشال راډيو

لیکوال: ډېکلن واش

سرچینه: نیویارک ټایمز


په نیو یارک ټایمز ورځپاڼه کې ډېکلن واش لیکي، سیاچین چې ټول کال واورو پوښلی وو، د نړۍ تر ټولو لوړ جنګي میدان دی، هلته پوځیان د غرونو او موسم پر وړاندې زیات جنګېږي، او د خپلو مخالفو پر ضد کم!!

سیاچین د سمندر له سطحې ۲۲ زره فوټه لوړ دی، د تودوښي درجه په کې له منفي شپېته هم ټیټه وي، په کې هر خوا واوره او غرونه ښکاري.

د ده په لیکنه، هلته د دښمن هم پته نه لګي، البته هر وخت د خراب موسم څه نا څه ویره موجوده وي، او یو پوځي ته اسمان ښکاري.

په سیاچین کې د اپرېل پر اوومه، د واورې لوی ګټ د پاکستاني پوځ پر یوه کیمپ ورغی او ۱۲۴ سر تېري، او ۱۴ ملکي کار کوونکي یې لاندې کړل؛ د دوی لا هم هیڅ پته نه ده لګېدلې.

هند و پاکستان باید پر وغږېږي

پېښه د سیاچین په ګیاري سیکټر کې شوې ده
پېښه د سیاچین په ګیاري سیکټر کې شوې ده
په ورځپاڼه کې راغلي، دې پېښې یو ځل بیا د هند و پاکستان حکومتونو او ولس ته دا خبره ور یاده کړه چې پر هېر شوي، لوړ جنګي میدان سیاچین سره وغږېږي؛ او دواړه هیوادونه باید خپل پوځیان له دې ځایه وباسي.

نیویارک ټایمز د یو ریټایرډ پوځي برېګېډیر محمود شاه له خولې لیکي، اوس وخت راغلی باید هند و پاکستان پر دې خبرې وکړي، او دا لېونتوب پرېږدي، چې پر یو داسې ځای یې خپل پوځیان ځای پر ځای کړي دي.

محمود شاه زیاتوي، هره ورځ هلته پوځیان مري، چې دغه نه د هند په ګټه دی، او نه د پاکستان.

ورځپاڼه لیکي، له ۱۹۸۴ز کال راهیسې هلته د پاکستان ۳۰۰۰ پوځیان وژل شوي دي، چې ۹۰ فیصده مرګ ژوبله د خراب موسم له وجې شوې.

دا وخت د ګېرو شوو پوځیانو د را ایستو لپاره عملیات روان دي؛ او د دې له پاره له سوېټزرلینډ او جرمني راغلي کسان سیاچن ته رسېدلي، او له امریکا هم یوه ډله په اسلام اباد کې دی، چې له پوځ سره په دې خبرې کوي چې څنګه دا عملیات وکړي؟

غر ګټلې، پوځ بایللې

ورځپاڼه د یوه ریټایرډ پوځي مېجر خان له خولې لیکي، دا هر څه له دې جهانه بهر خبره ده ، چې ذهن یي نه مني، داسې ځای ته پوځ ولې لېږدول کېږي؟

مېجر خان خپل پوره نوم نه ښيي.

میجر خان چې دوه ځله په سیاچن کې پاتې شوی، زیاتوي: ((هلته هیڅ هم اسان نه دي، له پوځیانو سره هر وخت د ګټانو د راغورځېدو وېره وي، او داسې لګي، چې ستا دنیا ډېره وړه ده او لکه په یو غار کې ژوند تېروې.))

ورځپاڼه لیکي، ډېر کم پاکستانیان داسې فکر کوي، چې د دې پېښې په ښکار شویو کې به کوم کس ژوندی را ووځي.

ډېکلن واش زیاتوي: ((یو ځل بیا غرونو وګټله او په دغه ځای کې مېشتو پوځیانو وبایلله.....!!!))
XS
SM
MD
LG