د لاسرسي ځای

تازه خبر

صلاح الدین رباني د سولې عالي شورا مشر شو



بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
د افغانستان د سولې د عالي شورا د وژل شوي مشر او پخواني ولسمشر برهان الدين رباني زوی، صلاح الدين رباني د دغې شورا نوی مشر ټاکل شوی.


د سولې عالي شورا د حکومت له مخالفه وسله والو سره د خبرو او هغوی په سياسي بهير کې د شاملولو لپاره جوړه شوې.


تر دې وړاندې د صلاح الدين رباني د مقررېدو د ګونګوسو پر وخت بېلابېلو سياسي ډلو نيوکې کولي چې نوموړی ډېر ځوان دی او د دې شورا د مشرۍ جوګه نه دی؛ خو د افغان ولسمشر حامد کرزي وياند ايمل فيضي د ازادې اروپا راډیو افغان سرویس ته وويل ولسمشر کرزي نوموړی له ټولو سياسي او جهادي مشرانو سره، تر مشورو وروسته دا کار کړی.

د فیضي په وينا، صلاح الدين د ملي ګټو په رڼا کې پر دغه څوکۍ ټاکل شوی دی او په وينا يې، هغه ځوان، د لوړو زده کړو خاوند او په بهرنيو ژبو بلد سړی دی.

له دې وړاندې رسنيو داسې رپورټونه خپاره کړي وو چې د سولې د عالي شورا د مشرۍ لپاره د صلاح الدين رباني ترڅنګ جهادي مشر حضرت صبغت الله مجددي او يو بل جهادي مشر او د محاذ ملي ګوند مشر پير سيد احمد ګيلاني هم کانديدان ول.

ايمل فيضي ويلي، ولسمشر حامد کرزي له دغو دوو کانديدانو سره هم په دې اړه مشوره کړې.

د سولې د عالي شورا مشر برهان الدين رباني تېر کال (۲۰۱۱) په کابل کې په خپل کور کې د ځانمرګي بريد په ترځ کې ووژل شو.

د سولې په عالي شورا کې ٧٠ تنه غړي دي، چې د رباني تر وژل کېدو وروسته، له شاوخوا شپږ مياشتو راهيسې يې مشر نه وو.

صلاح الدين رباني د بدخشان ولايت اوسېدونکى دى او د برهان الدين رباني له ۱۰ اولادونو (شپږ خويندې او څلور وروڼه) څخه يو دی.

هغه د امريکا له کولمبيا پوهنتون څخه فارغه شوی او په سياست کې يې د خپل پلار په مشرۍ د جمعيت اسلامي ګوند د مرستيال په توګه له کار کولو سره، قدم واخیست.

۴۱ کالن صلاح الدين رباني په ۲۰۱۰ کال په ترکيه کې د افغانستان د سفير په توګه هم دنده ترسره کړي.

خو تېر کال د خپل پلار استاد برهان الدين رباني تر وژل کېدو وروسته، يې سفارت پرېښود او تر دا دمه د جمعيت اسلامي ډلې سرپرست دی.
XS
SM
MD
LG