د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې هدفي وژنې، اته وژل شوي



خدای نور ناصر، مشال راډیو

کوټه -
د اپرېل په ۱۴مه د پاکستان په کوټه کې د هدفي وژنو په درو جلاجلاپېښو کې اته تنه وژل شوي، چې د پولیسو په وینا په کې اکثریت د هزاره قبیلې د وګړيو دی.

د هدفي وژنې لومړۍ پېښه د کوټې به بروري سړک رامنځته شوه، چې وسله والو کسانو په يوه موټر ډزي وکړې، او د پولیسو په وینا شپږ تنه يې ووژل. د بروري پولیسو تهاڼې يوه چارواکي فاروق د همدې سیمې د پېښي په اړه مشال راډیو ته وویل:

((زموږ کوم افسران چې په روغتون کې دي، هغه وايي چې شپږ تنه وژل شويدي. نامالومه وسله والو په بروري سړک پر يوه موټر هغه مهال ډزي وکړې، چې په کې ناست کسان د ښار پر لور رهي وو.))

د وسله والو طالبانو جند الله نومي ډلې د پېښې پړه پر غاړه اخیستې ده.

د بروري سړک تر دې پېښي وروسته په سبزل سړک او شالکوټ سیمه کې په دوه نورو پېښو کې دوه تنه وژل شوي.

د ناامنۍ تر دې پېښو وروسته د ښار په بېل بېل سیمو کې قهرجنو خلکو په احتجاج لاس پوري کړ چې ورسره د کوټې ښار لوی لوی تجارتي مارکېټونه او سړکونه بند شوه. د پولیسو په وینا قهرجنو خلکو په بي ایم سي روغتون کې يوه سرکاري موټر هم اوور ورته کړی. د هزاره وګړيو د وژنې دا پېشه په داسي حال کې کېږي، چې د اپرېل په ۱۳مه په سلګونو هزاره ګانو په کوټه ښار کې ددوي د هدفي وژنو په خلاف احتجاج کړی وو.

د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشر عبدالخالق هزاره وايي، د بلوچستان ګورنر ورته باور ورکړی وو چې نوري به داسي پېښي نه کېږي، خو دده په خبره د دې باور ۲۴ ساعته لاهم پوره شوي نه دي، چې د دوی اته تنه يې نور ووژل:

((نن زموږ اته تنه وژل شوي دي. پرون چې کله زموږ له ګورنر صیب سره ملاقات وشو، نو ده راسره ژمنه کړې وه، چې ددې لپاره به دلته عملیات کېږي، او صوبايي حکومت ته يې هم امر کړی وو، چې ددوي وژنه دي بنده شي. لاکن له بده مرغه دلته هیڅ لاهم شوي نه دي. او هزاره قام وګړي مسلسل په هدفي وژنو کې وژل کېږي.))

که څه هم تر دې پېښو وروسته پولیسو ویلي، حالات يې په کنټرول کې دي، خو بیا هم د کوټې ښار بند دی. او د رپوټ تر بشپړېدو پوري لاهم له د کوټې له بیل بیل سیمو څخه د ډزو غږونه اورېدل کېدل.
XS
SM
MD
LG