د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوکنار 'حرام بوټی دی، طالبان یې خلک کښت ته هڅوي'



بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کوکنارو د فصل وخت دی، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي طالبان د هېلمند او کندهار په شان نا ارامه سيمو کې پر خلکو د کوکنارو د کرلو لپاره زور اچوي خو د دې وزارت وياند، صدیق صديقي مشال راډیو ته وويل چې له تېرو کالونو پرتله د دې کار د مخنيوي لپاره ډير تياری لري: ((طالبان کوشش کوي چې خلک د کوکنارو کرل ته وهڅوي خو موږ دا وار ډېر تياری لرو. زموږ، له نشه يي موادو سره د مبارزې پوليس چې هيلي کاپټر هم لري، هر ځای ته تللی شي. دوی د ځايي پوليسو سره په شريک کوکنار له منځه وړي. په ننګرهار، هېلمند او کندهار کې مو دا کار ډېر په ټينګه پيل کړي دی.))

په هېلمند کې ډېر زیات کوکنار کرل کېدل چې اوس یې کچ په ټیټېدو دی
په هېلمند کې ډېر زیات کوکنار کرل کېدل چې اوس یې کچ په ټیټېدو دی
طالبان خلک هڅوي چې کوکنار وکري

هېلمند چې طالبان په کې ډير فعاله دي، په نړۍ کې د اپينو د توليد تر ټولو لويه سيمه ګڼل کېږي. د دې ولايت وياند داود احمدي مشال راډیو ته وويل چې په تېرو درو کالونو کې دغلته د کوکنارو کر ۴۵ فيصده کم شوی دی.

داود زیاته کړه، طالبان خلکو ته وايي چې کوکنار وکرئ: ((د کوکنارو د اړولو کمپاین اوس روان دی. يوازې په باغران او دیشو ولسواليو کې چې حکومت په کې وجود نه لري، دا کار نه دی ترسره شوی. دا اپين او د هغې قاچاق د طالبانو لپاره ډير ارزښت لري ځکه چې همدا يې مالي سرچيني دي نو دوی کوشش کوي په هر قيمت چې وي د کوکنارو د اړولو مخنيوی وکړي. ))

د تاریاکو په بدل کې لوڼه خرڅېږي

د کوکنارو ضد چارواکي په نښه کېږي


یو کاناډايي عسکر د کوکنارو له پټي تېرېږي
یو کاناډايي عسکر د کوکنارو له پټي تېرېږي
د امریکا نيويارک ټايمز ورځپاڼې ليکلي، طالبان هغه چاوراکي په نښه کوي چې د کوکنار د کښت او قاچاق په مخنيوي کې ډېر فعاله دي.

ورځپاڼې د اپرېل په ۱۱مه، د هېلمند د موسا کلا ولسوالۍ پر امنيې قوماندان د ځانمرګو بريدونو مثال راوړی. په دې بريدونو کې قوماندان ټپي او څلور پولیس افسران په کې ووژل شول.

د ولايت وياند، داود احمدي وايي، له دغو ټولو ستونزو خبر دی او د کوکنارو د له منځه وړلو د طريقې او چيلينج يا ننګونې په اړه زياتوي: ((کوکنار په دښتي او هغه زمکو کې کرل شوي چې په زور نيول شوي او لرې دي. پولیس چې کله دا کوکنار اړوي نو دوی د مخالفينو سره څو ساعته جګړه کوي، بيا د سيمې امنيت خوندي کوي او بيا د مختلفو وسايلو په مرسته کوکنار له منځه وړي. ))


په هېلمند کې کم کوکنار کرل شوي

د هېلمند ولايت د باغران ولسوالۍ يو اوسېدونکي عبدالعزيز وايي دا وار کوکنار کم کرل شوي: ((فکر کوم د کوکنارو فيصدي له تېر کال څخه کمه ده. حکومت فشار زيات کړی. کوکنار چې کومو ځايونو کې کرل کېږي هغه لرې او دښتي سيمې دي چې خلک يې په ماشينونو اوبه کوي. کوم ځايونه چې د ويالو، نهرونو او سيند سره نيزدې وي، هغې ته حکومت رسېدای شي او خلک په کې کوکنار نه شي کرلای. موږ کوکنار ځکه کرو چې ښې پيسې کوي. يو کيلو اپين نن سبا د ۲۰ زرو کلدارو په خوا او شا کې خرڅېږي.))

په کندهار کې د کوکنارو ګل نیولی
په کندهار کې د کوکنارو ګل نیولی
حرام بوټی دی

افغان چارواکي وايي د کوکنارو د کر د مخنيوي له پاره له دهقانانو سره د سرو، تخمونو، اوبه خور سیسټم جوړولو او د هغوی توليداتو ته د بازار موندلو په ترڅ کې مرستې کوي.

د هېلمند په ګاونډ کندهار کې هم ډېر کوکنار کرل کېدل خو اوس کم شوي دي.

د کندهار د ميدان ولسوالۍ يو قومي مشر او ځمکوال، سلطان محمد د دې کار وجه دا ښيي: ((موږ د قومي مشرانو په خوښه دا پرېکړه وکړه چې نور کوکنار نه کرو. حکومت پر خلکو زور نه دی راوړی، بلکې خپله يې نه کري. دا حرام بوټی دی.))

افغان چارواکي وايي د کوکنارو ډېره مالي ګټه دهقانانو ته نه بلکې قاچاق وړونکو او بیا طالب وسله والو ته رسېږي.
XS
SM
MD
LG