د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې اوربند


په شام کې جنګ بندي عملي شوې او لومړني رپورټونه وايې چې د تشدد هيڅ يوه پيښه نه ده رامينځ ته شوې. يوه ورځ وړاندي دمشق د پوځی عملياتو د درولو هوډ څرګند کړی وو خو ويلي وو چې ترهګرو ته د ځواب ورکولو حق محفوظه ساتي. شام به د نړيوال استاذي کوفي عنان د امن پلان له مخي د سه شنبې په ورځ خپل پوځیان له ښارونو را ايستل خوددې سربيره بيا هم جګړه روانه وه. واشنګټن اوس هم د شام پر وعده شک لري. په ترکې کي يو شامي کډوال حسين کاسف د جنګ بندي په خبرو باور نه لري...

(د اسد خبري بې معنی دي.جنګ بندي به تر ډیره وخته پوري پاتې نشي.هغه له يوه کاله راهيسي دغه دعوې کوي.زه فکر نه کوم چې دی به ټينک يا پوځيان راوباسي. کله چې دی داخبره کوي چې عام وژنه به ودروي نو دی لا نور کسان پسې وژني.)

کوفي عنان له ايراني وزير خارجه علي اکبر صالحي سره د خبري کانفرنس پر وخت پر ايران په شام کې د تشدد د مسئلې د حل کولو زور ورکړی او خبردارۍ يې ورکړې وو چې که چرته هلته حالات نور خرابوي نو له داسي نتيجو سره به مخامخ شي چې سوچ يې هم نشي کيدلۍ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG