د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر وخته مخکې پر ولسمشریزو ټاکنو کولو غور کوم، کرزی


حامد کرزی له اندرې فوغ راسموسېن سره د خبري غونډې پر مهال
حامد کرزی له اندرې فوغ راسموسېن سره د خبري غونډې پر مهال

کابل - د افغانستان ولسمشر حامد کرزي ویلي، د هیواد د ولسمشرۍ انتخابات تر ټاکل شوې مودې یو کال مخکې پر کولو غور کوي.

په افغان پلازمېنه کابل کې د ناټو له عمومي منشي اندرې فوغ راسموسېن سره تر لیدنې وروسته، په ګډه خبري غونډه کې، کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د ولسمشریزو ټاکنو، له وخته یو کال مخکې پر کولو غور کوي.

ده وویل، خو اوس په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

((د ولسمشریزو ټاکنو، [له وخته] یو کال مخکې، په ۲۰۱۳ز کال کې کول هغه څه دي چې پر فکر کوم. ما په دې سلا، مشورې هم کړې دي. د کولو او نه کولو په اړه نظرونه شته، خو ما لا تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. خو دا فیصله ژر نشي کېدای، البته سوچ ورباندې کوم، او هر هغه څه به کوم چې د هیواد په ګټه وي.))

حامد کرزي وویل، په ۲۰۱۴ز کال کې د بهرنیو پوځیانو وتل، او د ولسمشریزو ټاکنو کېدنه به پر هیواد بار زیات کړي، او له دې باره د ځان کتلو لپاره تر وخته مخکې پر انتخاباتو غور کوي.

د ناټو عمومي منشي اندرې فوغ راسموسېن ژمنه وکړه چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته به ناټو افغان امنیتي ځواکونو ته پیسې او تربیې ورکول جاري ساتي.

راسموسېن وویل، ناټو په ۲۰۱۴ز کال کې افغان ځواکونو ته په مکمله توګه د امنیت د ذمه واریو سپارلو پر پروسې کار روان دی.

نوموړی د افغانستان په سفر دی او هلته یې د ناټو د پوځیانو له مشر جنرال جان الن، او د دې سازمان له ولسي استازي سایمن ګیس سره هم ولیدل.
XS
SM
MD
LG