د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کوفي عنان د شام په شخړه ایران ته د مرستو غوښتنه کړې


نړیوال خاص مشترک استازي کوفي عنان د شام مهم ملګري هیواد ایران ته اپیل کړی چې په دغه هیواد کې تشدد ختمولو لپاره د هغه د پلان ملاتړ وکړي. هغه وویل چې د دې جګړې نور سختیدل به تباه کن اثرات ولري.
عنان د ایران د خارجه چارو وزیر علي عبدالله صالحي سره د ملاقات وروسته خبریالانو سره خبرې کړي.


عنان وایي (دا هغه سیمه ده چې ډېر تاؤ تریخوالې یی لیدلې دې او زما په فکر نور داسې تاؤ تریخوالې نه شي زغملې. )

عنان په دمشق زور راوستې چې د 48 ګنټو دننه دې د هغه د امن پلان سره سم ټول تشدد ودروي او د ښارونو نه ځواکونه او ټینکونه اوباسي.
صالحي ویلي په شام کې د شخړې باوجود پکار ده صدر بشرالاسد په واک کې اوسي. هغه خبردارې ورکړ چې د ال اسد د لرې کولو غوښتنه به د واک په لړ کې په شام کې یوه خلا پیدا کړي چې بدې اغیزې به ولري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG