د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د ایشیايی ارام سمندر په سیمه کې د خپلو ځواکونو موقعیت بدلوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن وایی امریکا د ایشیايی ارام سمندر په سیمه کې د خپلو ځواکونو موقعیت بدلوي چې دا ډول د بیلا بیلو پراخه چیلنجونو مقابله وکړل شي.


په لسم اپریل د میري لینډ د ریاست په ایناپولیس سیمه کې د سمندري ښونځي زده کونکو ته په خپلو خبرو کې هغې وویل، ( موږ خپل سمندري ځواکونه اسټریلیا ته د ګډې روزنې لپاره لیږو. وړومبې شپږ میاشتینې ځای پر ځای کیدل تېره هفته په ډارون کې تر سره شول. موږ خپل ځانګړې بحري جهازونه سنګاپور کې ځای پر ځای کؤ. موږ په جنوب مشرقي اسیا کې د خپلو ملګرو سره بنیادي انتظامات ماډرن کؤ. او په دې هم سخت کار کؤ چې د امریکایی او چیني پوځ تر مینځ د غلط فهمیانو نه رامینځ ته کیدونکې خطر کم کړو. او کوشش وکړو چې د پوځونو تر مینځ دې دوامدار تعلقات جوړ کړل شي.


کلنټن له دې انکار وکړ چې امریکا غواړي د یو طاقت په ډول د چین پرمخ تلل ودروي . او د دواړو هیوادونو تر مینځ نږدې اقتصادي تعلقاتو ته یی اشاره وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG