د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان خلا ته سپوږمکۍ لېږي


د افغانستان د اطلاعاتو او مواصلاتو وزیر امیرزی سنګین د یوې خبري غونډې پر مهال . د دسمبر ۲۰مه کابل
د افغانستان د اطلاعاتو او مواصلاتو وزیر امیرزی سنګین د یوې خبري غونډې پر مهال . د دسمبر ۲۰مه کابل
ژباړه : ګل ایاز ، مشال راډیو

پراګ : د برتانیا ګارډين ورځپاڼه ليکي چې افغانستان به له نور ملګرو سره په مرسته د مواصلاتو نظام نور پياوړي کړي او خلا ته به سپوږمکۍ یا سياره ولېږي.

افغانستان هيله من دی چې د لومړي سيتلايټ له ليږلو سره به په کليو او بانډو کې د ټلوېزیون نشريات وکتل شي او په ټول هيواد کې به انټرنيت ته لاس رسی ممکن شي.

ګاردين ورځپاڼه ليکي ، د افغانستان د مواصلاتو او د اطلاعاتو ټيکنالوجي وزير اميرزی سنګين طلوع ټلوېزیون ته ویلي چې دوي به د سيټلايټ د ليږلو کار ډير ژر پيل کړي او له لومړیتوب سره سم به ټولې ولسوالۍ تر نشریاتو لاندې کړي.

ورځپاڼه ليکي چې اوس په افغانستان کې مطبوعات ازاد دي او په لوی شمير کې ټلوېزوني چېنلونه له يو بل سره په مقابله کې دي او په دې کې د خبرونو ترڅنګ د پخلي پروګرامونه او پر مذهبي موضوعاتو هم بحثونه کيږي.

د ورځپاڼې په لیکنه په افغانستان کې د هندي او د ترکي ډرامې چې په پښتو کې ثبت شوي وي ډيرې مشهوري دي.

ورځپاڼه د ښاغلي سنګين له خولې ليکي چې زياتره ټلوېزیوني چېنلونه يا خو د بااثره افغانانو دي او يا يې د بهرملکی ملګرو په مرسته جوړ کړي دي. نو دا هيواد د فرېکونسۍ له کمي سره مخامخ دی.

نومړی زياتوي چې د سېټلايټ له لېږلو سره به د خپرونو معيار نور هم ښه شي او دا به له اينالاګ څخه ډيجيټل شي او له دې سره به دا مسله هم هواره شي.

ورځپاڼه پر مخ لیکي چې له دې ګام سره به انټرڼيت ته په لاس رسي کې مرسته ترلاسه شي. د لسيزو جګړو د دې هيواد بنسټیز جوړښت وران کړی دی. د ټلېفون تارونه او د ټلوېزیون انټيناګانې یې له بېخه اېستلې دي. اوس انټرنيټ زیاتره د سېټلايټ له لارې ترلاسه کیږي خو هغه ډېر ګران او ورو وي.

ګارډین ورځپاڼه ليکي چې د طالبان د خپل حکومت تر نسکورېدو وروسته پرمخ تللی مواصلاتي نظام کاروي خو د افغان حکومت له خوا د سېټلايټ د لېږلو په اړه يې غبرګون نه دی ښودلی.

ورځپاڼه ليکي چې په افغانستان کې به د ټلوېزیون او د انټرنيټ پرمختګ محدود وي هغه ځکه چې په کليو او بانډو کې برېښنا نشته.

ګارډین ورځپاڼه د افغانستان د لومړي سېټلايټ ټينډر ورکولو او د مواصلاتو يو چارواکي عبدالمالک نظري له خولې ليکي چې دوي به د افغان سېټلايټ ليږلو لپاره له نړيوالې خلايي کمپنۍ سره همکاري وکړي.
XS
SM
MD
LG