د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه : ناڅرګندو وسله والو شپږ تنه وژلي


د کوټې په بولان میډیکل کمپلکس کې د وژل شوو هزاره ګانو خپلوان
د کوټې په بولان میډیکل کمپلکس کې د وژل شوو هزاره ګانو خپلوان
خدای نور ناصر ، مشال راډیو

کوټه : د بلوچستان د کوټې ښار د پولیسو په وینا دسېشنبې په شپه د ښار پر پرنس سړک وسله والو پر شاوخوا درو دوکانو ډزي کړې دي چې د دوي په خبره اتو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په کوټه کې د پولیسو ډي آي جي اپرېشن قاضي واحد له مشال راډیو سره په خبرو کې د دې پېښې پخلی وکړ او د هغه په وینا وژل شوي او ټپيان ټول له شعیه مسلک سره اړه لري.

هغه وویل ً په دې پېښه کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. پېښه پر پرنس سړک رامنځته شوې ده او وژل شوي او ټپیان اته سره له اهل تشیع سره تعلق لري. کله چې پېښه کېده نو شاوخوا ټول دوکانونه بند وو او يوازې همدا درې دوکانونه خلاص وو. نو ځکه تر اوسه پورې موږ ته هیڅ پته نشته چې بریدکوونکي څومره وو او په څه شي کې راغلي وو ً .

په تېرو لسو وروځو کې په کوټه کې پر هزاره ګانو دا دریم برید دی.د دې قام وګړي په بیا بیا وايي چې دوي څه ګناه کړې ده چې داسې په نښه کیږي.

اتلس کلنه طیبه هم همدا پوښتنه کوي او وايي ً موږ نه پوهېږو چې زموږ غلطي څه ده او قصور مو څه دی؟ بس موږ هره ورځ وژل کېږو. داسي يوه ورځ هم پر موږ نه ده تېره شوې چې موږ دي بې له وېري تېره کړې وي. دا چې موږ هره ورځ وژني نو زموږ غلطي خو دي را وښي ً .

د پولیسو په وینا په کوټه کې له مودې راهیسي فرقه ییزې هدفي وژنې رواني دي چې هزاره ګان او د شیعه مسلک کسان په نښه کیږي.

د هزاره ډيموکرېټک ګوند جنرل سیکریټري احمد علي کوهزاد وویل چې د فرقه ییزو هدفي وژنو په نامه د هزاره قام نسل کشي روانه ده.

هغه له مشال راډیو سره په ټلیفوني خبرو کې وویل ً حکومت هر وخت همدا وايي چې فرقه ییزې هدفي وژنې دي خو موږ وایو چې دا زموږ د قام د نسل کشۍ لپاره همداسي کارونه کیږي. تاسو ته پته ده چې له تېرو څو کلونو راهسې دلته زموږ وګړي وژل کېږي. خو تر ننه يې يو قاتل هم نه دی نیول شوي ً .

د پولیسو چارواکي وايي چې د سېشنبې په شپه له وژل شوو دې شپږ هزاره وګړو سره په تېرو دیارلسو ورځو کې د فرقه ییزو هدفي وژنو پهخ ترڅ کې د وژل شوو هزاره وګړو شمېر دیارلس ته رسېدلی دی.

که څه هم په دې درو جلا جلا پېښو کې د دوو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان جندوالله نومي ډلې پر غاړه اخیستی دی خو د دې وروستۍ پېښې پړه بیا لښکر جهنګوي منلې ده.
XS
SM
MD
LG