د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کندهار کې ځانمرګي نیول شوي


تر دې مخکې هم په کندهار کې ځانمرګي برید ګر او وسله وال نیول شوي
تر دې مخکې هم په کندهار کې ځانمرګي برید ګر او وسله وال نیول شوي

سید شاه سقیم، مشال راډیو

کندهار - افغان چارواکي وايي دوه تنه ځانمرګي بريد کوونکي او پینځه نور وسله وال يې د پلټنو پر مهال په کندهار ښار او له پاکستان سره پر پوله پرته ولسوالۍ سپين بولدک کې نيولي دي.

د چارواکيو په خبره، نيول شوي وسله وال او ځانمرګي بريد کوونکي ټول د پاکستان هېواد په کوټه او لورالايي (د سیمې اوسېدونکي یې ‘بوری’ بولي) سيمو کې روزل شوي دي .

د دوى په خبره، له نيولو شويو کسانو سره يې سپکې او درنې وسلې ، چاودېدونکي توکي او مخابرې هم نيولې دي.

د اسد الله په نامه يو نيول شوي ځانمرګي بريد ګر مشال راډيو ته وويل چې پلار يې د ديني زده کړو له پاره پاکستان ته لېږدولى وو خو هلته خپل مولوي دى مجبوره کړ چې بېرته افغانستان ته راشي او دلته ځانمرګى بريد وکړي.

دى وايي، د ځانمرګي بريد کولو د پاره په کوټه کې درې ورځې روزل شوى دى.

(( پینځه کاله مخکې زه خپل پلار پاکستان ته يوې دينې مدرسې ته بوتلم خو هلته خو وروسته بيا د عصمت په نامه يو کس راغى او ماته يې وويل چې ته به ځانمرګى بريد کوې. ما هم ورسره ومنله ، بيا يې درې ورځې د واسکټ اغوستل او ځان الوزول هم را وښودل. ))

د امان الله په نامه د وسله والو يو نيول شوي قومندان بيا مشال راډيو ته وويل چې د خپلې قومندانۍ پر مهال يې ګڼ شمېر ښوونځي تړلي، د سړکونو د پخولو مخه يې نيولې او د مخابراتي شبکو زيات انتنونه يې بند کړي او نړولي دي.

دى وايي، پر دې سربېره مې د خپل قومندانۍ پر مهال پر بهرنيو او کورنيو سرتېرو بريدونه هم کول.

(( پينځه کس له ماسره انډيوالان وو. موږ خپل لومړي عمليات په په تمزان کې وکړل هلته مي مکتبونه وتړل او پر ځاى مي يې مدرسې خلاصې کړې. په تېري کې مو بيا پر ټانګانو او د پوليسو پر موټرو بريدونه کول، وروسته بيا په ګيزاب ولسوالۍ کې مې د سړکونو د پخولو مخه نيوله او د مخابراتو انتنونه مي هم بندول ))

له رسنيو سره د خبرو پر مهال ټولو نيولو شويو کسانو وويل چې د بريدونه او جګړو له پاره په پاکستان کې روزل شوي دي.

بله خوا بيا د کندهار والي ډآکټر توريالي ويسا له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې په دې اړه هڅې روانې دي چې پاکستاني چارواکيو اړ کړي چې په خپل هېواد کې هغه مدرسې وتړي چې ځانمرګي ورڅخه افغانستان ته رالېږل کېږي.

ويسا وايي په لنډه موده کې به بهرني سرتېري د کندهار امنيتي چاري دوى ته وسپاري او ځينې سرتېري به د پاکستان ته پولې ته لاړ شي چې بيا له ځايه د ځانمرګيو او جګړه مارانو د راتګ لاره بنده شوې وي.

((دا يو څه تدابير غواړي، يو څه پلانونه غواړي، يو څه په تفصيل خبرې غواړي. په لوړه سطحه کې تصميم نيول کېږي بيا د هغه له پاره عملي پلان تعين کېږي، ستراتيژي او مېتودونه يې ترح کېږي. تاسي اوس په کندهار کې د انتقال مرحله هم وينې چې ټاکل شوې په درېيمه دوره کې د کندهار امنيت موږ ته را وسپارل شي، تر هغه وخته وروسته کېداى شي ځينې سرتېري سرحدونو ته لاړ شي چې په دې توګه به له پاکستان څخه زمونږ د دښمن اکمالېدل بند شي ))

خو پاکستانيو چارواکي په وار وار د ځانمرګيو بريد کوونکيو او افغان چارواکيو هغه ادعاوي بې اساسه بللې دي چې ګواګې ځانمرګي بريد کوونکي او په وسلو بار وسله وال له دغه هېواد څخه افغانستان ته رالېږدول کېږي.
XS
SM
MD
LG