د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې ماین چاودنه، درې کسان وژل شوي


نن غرمه (د اپرېل اتمه) د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالي په کوتي خېلو سيمه کې د ماين په چاودنه کې د يوې کورنۍ درې تنه ووژل شول.

د پکتيا مرستيال والي عبدالرحمن منګل د پيښې د تاييد تر څنګ زياتوي په دغه چاودنه کې، چې په يو ګاډي پسې وشوه يو ماشوم يوه ښځه او يو سړی وژل شوي، چې د يوې کورنۍ غړي او ښار ته روان و.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستى.

خو ډېر وخت په سيمه کې د لويو لارو او سړکونو غاړو ته وسلوال طالبان د بهرنيو او افغان ځواکونو د موټرو تېرېدو په موخه ماينونه ځای پر ځای کوي، چې کله کله پرې عام وګړي ور برابريږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG