د لاسرسي ځای

تازه خبر

ورکو شویو کسانو نومونه دې په ډاګه کړل شي، های کورټ


د پېښور های کورټ چیف جسټس دوست محمد خان
د پېښور های کورټ چیف جسټس دوست محمد خان

مجید بابر، مشال راډیو

پراګ - د پیښور های کورت چیف جسټس دوست محمد خان د خيبر پښتونخوا حکومت ته حکم ورکړی دی چی د هغو کسانو نومونه دي په ډاګه کړی چی د يادي شوی صوبي د امنيتی ادارو په ولکه کې دي او يا هغو مرکزونو کي دی چی د مشکوکه وسله والو لپاره په ياده شوی صوبه کی جوړ کړل شوی دی.

دا چې چيف جسټس دغه حکم په کوم تنا ظر کي ورکړي دي، په دې اړه د پیښور هايي کورټ وکيل بيرسټر باچا مشال ريډیو ته وویل، څنګه د بي درکه شوو خلکو شخړه په ياده شوی صوبه کی روانه ده و نو دا حکم دغه شخړی یوه برخه ده، او څنګه چی دوست محمد خان وييلي وو چی روان کال به د بي درکه خلکو په نوم ياديدی شي، او هغه دا هم ويیلي وو چی په روان کال کی به دي پدی صوبه کی بي درکه خلک ضرور په داګه کوی.

بيرسټر باچا وويل چی ددي حکم له وجی به د بي درکه کسانو په اړه مالومات تر لاسه شی، چی دوي چرته دی ايا دغه کسان ، د ګونتانا مو يا د باګرام په زندان کی دی او که په پاکستان کی دی.

د تيري نهی په ورځ د چيف جسټس دوست محمد خان په مشري کي دوه کسیزه عدالتي بنچ د خيبر پښتونخوا حکومت ته دا حکم هم ورکړي وو چی د بي درکه کسانو په اړه چی د کومو حکومتي ادارو يا چارواکو غوندي کیږی د هغو غونډو لیکلی روداد دي هم عدالت ته وړاندی کړی شي.

خو د ورځپاڼي ايکسبریس ټریبيون د يو راپور له مخه د دغي صوبي ډيپتي اتانی جنرل اقبا ل مومند د عدالت په وړاندی په خپل دريز کی اووييل چی دغو غونډو کی ډیر حساس ما لومات څیړلي کیږی نو ځکه دا ممکنه نه ده چی دغه تفصیلات کولاؤ عدالت ته وړاندي شی.

ورځپانه ليکی چی عدالت د اقبال مومند دغه دريز سره اتفاق اونه کړو او حکم ي وکړو چی به راتلونکی پیشی دی د غوندو تفصیلات عدالت وړاندي کړي شي.

دا چی ددغو بي درکه کسانو نمونه به کله په ډاګه کولي شی، د خيبر پښتونخوا صوبي د قانون وزير بيرسټر ارشد عبدااله مشال ريديو ته اووييل چی، د عدالت د حکم له مخه دوي د هغو کسانو په نومونو ثبت کولو کار پيیل کړي دي او په دوو دريو هفتو کی به دغه کار مکمل شي.

تر دا مهال د خیبر بښتونخوا او قباييلي سیمو نه د بي درکه کسانو د شمیری په اړه څه نه دي وييلي خو د راپورونو له مخه دغه شمیره په سوونو کی ده.
XS
SM
MD
LG