د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ماشومانو کډوالي: نفسیاتي ناروغۍ، جدي بشري بحران



ګل ایاز، مشال راډیو

پراګ - د پاکستان په قبایلي سیمه خیبر کې د وسله والو پر ضد د پوځي عملیاتو له کبله په زرګونه کورنۍ په کډه کولو مجبوره شوې.

د ماشومانو لپاره کار کوونکې اداره سېو دي چلډرن (Save the Children) د شمېرو تر مخې د موجوده اړي ګړي له کبله دوه نیم لکه خلک بې کوره شوي دي، او تېره اوونۍ ۶۰ زره خلکو له دې سیمې کډه کړې ده.

اداره وايي، له خیبر اېجنسۍ په زرګونو خلکو د جنورۍ په میاشت کې کډه کړې او په پېښور او نوښار کې مېشت شوي دي.

زیات شمېر د ښځو او ماشومانو دی

په اسلام اباد کې د سېو دي چلډرن ویاند، فارس قسیم له مشال راډیو سره د خبرو پر وخت وویل، په بې کوره شویو کې زیات شمېر د ماشومانو او ښځو دی.

((موږ ته چې څومره مالومه ده، او له ملګرو ملتونو مو چې کوم مالومات تر لاسه کړي، او ځمکني حقایق چې څه ښيي نو په دې کې شا و خوا یو لک ماشومان او ښځې اغېزمن شوي دي. دا ډېر لوی شمېر دی.))

د جلوزو په کیمپ کې یوه ماشومه
د جلوزو په کیمپ کې یوه ماشومه
قسیم وايي، بې کوره شوي خلک له بنیادي اړتیاوو بې برخې دي: ((یو خو د ماشومانو بنیادي ضروریات دا دي چې دوی ته په سمه توګه خواړه نه ورکول کېږي. د ویده کېدو ځای نه لري. دویمه ستونزه، دا ده چې په کیمپونو کې خلک ځای نه لري. یو د جلوزو په کیمپ کې له ګنجایشه زیات کسان دېره دي. نو ځکه زیاتره خلکو د خپلو، خپلوانو په کورونو کې پناه اخیستې ده.))

د ماشومانو نفسیاتي ناروغۍ

د قسیم په خبره، زیاتره ماشومان متاثره شوي او په کیمپونو کې ماشومان په یو شمېر رواني یا نفسیاتي ناروغیو اخته شوي دي.

په پېښور کې د ساپوه یا سایکاټرېسټ ډاکتر خالد مفتي مشال راډیو ته وویل، په داسې حالاتو کې، په ماشومانو کې د ذهني ناروغیو کچ لوړ شي:

((موږ ډېر حیران یو چې په تېرو درو میاشتو کې په ماشومانو کې ذهني ناروغۍ سېوا شوې دي. په دې حالاتو کې ماشومان خپه وي، خوراک [ودروي]، جګړې کوي.))


د سمې تګلارې اړتیا ده

د باړې کډوال ماشومان د تالاشۍ پر مهال
د باړې کډوال ماشومان د تالاشۍ پر مهال
د سېو دي چلډرن ادارې ویاند فارس قسیم وايي، په را روانو ورځو کې د بې کوره شویو خلکو شمېره سېوا کېدای شي؛ او باید حکومت دې خلکو ته بنیادي ضروریات ورکړي:

((حکومت دې یوه ښکاره منصوبه جوړه کړي چې دا کډوال به کله ستنېږي او د دې له پاره به څه تګلاره وي او ایا دا به محفوظه هم وي او که نه؟ په دې کار کول په کار دي.))

د نفسیاتو ماهر ډاکتر خالد مفتي وړاندیز کوي چې د کډوالو کیمپونو ته دې رضا کار واستول شي چې د ماشومانو د پام بدلولو لپاره دې، له دوی سره لوبې وکړي او په بېلا بېلو کارونو دې یې بوخت کړي.

نړیوالې ادارې خبرداری ورکوي چې لکونه خلک د ورځني ژوند اساسي ضرورتونو ته اړتیا لري او دا یو ډېر جدي انساني بحران دی.
XS
SM
MD
LG