د لاسرسي ځای

تازه خبر

حافظ سعید به ژر زنداني شي، امریکا



هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن - د امريکا په خارجه وزارت کې د خبري غونډې پر مهال د دې وزارت له وياند مارک ټونر نه پوښتنه وشوه چې په داسې حال کې چې حافظ سعيد په پاکستان کې په څرګند ډول ګرځي او ولسي غونډو ته ويناګانې هم کوي، د نوموړي پر سر د انعام د اعلانولو څه مانا؟

ښاغلي ټونر په ځواب کې وويل له بده مرغه تر دې ساعته هغه ازاد دی چې دغسې وکړي ولې موږ هيله من يوو چې ډير ژر به يې په زندان ورداخل کړو.

راپورونه وايي د پاکستان او امريکا دواړو حکومتونو له خوا د ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې لښکر طيبه بنسټ ايښودونکی مشر حافظ محمد سعيد، چې ورباندې په ممبۍ ښار د ۲۰۰۸ م کال د ترهګر بريدونو د پلانولو تورونه لګول شوي دي، د دامريکا حکومت د تېر ګل په ورځ د نوموړي پر سر د ۱۰ ميليونو ډالرو د جايزې اعلان وکړ.

مارک ټونر د خارجه وزارت د خبري غونډې پر وړاندې د يادې جايزې په هکله د وضاحت ورکولو په ترڅ کې وويل چې د امريکا حکومت دغه پيسې د حافظ سعيډ د نيولو له پاره نه، بلکې د هغه مالوماتو د تر لاسه کولو په موخه مصرفوي کوم چې به د امريکا دننه او يا په بل کوم يوځای کې د نوموړي د محاکمې لار هواره کړي.

ښاغلي ټونر دغه راز په ډاګه کړه چې د حافظ سعيد پر سر د انعام د اعلانولو د امريکا مقصد هرګز پر پاکستان فشار راؤړل نه دي، بلکه دا چې د نوموړي په نيولو او عدالت ته په مخامخ کولو کې د دغه هيواد له حکومت سره مرسته وشي.

فرانس پريس اژانس په ورته وخت کې ليکي حافظ سعيد د نهې په ورځ د پاکستان په پنډئ ښار کې د دې هيواد د پوځ سردفتر ته په لنډ واټن په يوه هوټل کې رابللي خبري کنفرانس ته په زغرده وويل: (( که امريکا غواړي ما سره رابطه وکړي نو را دې شي، زه دلته يم.))

نوموړي دغه راز زياته کړه دوئ چې هر چرته وايي، که د امريکا عدالت وي او يا د بل کوم ملک، او زما په خلاف ثبوت پکې راؤړی شي، نو ورسره تګ ته تيار يم.

د راپورونو پر اساس، حافظ سعيد په دې وروستيو کې د پاکستان په یپلا بيلو ښارونو کې د خپلو درنو جلسو په ترڅ کې د امريکا پر ضد پاروونکې ويناګانې وکړې او هم يې د پاکستان پر حکومت امريکا او ناټو ته د دوی د اکمالاتو له پاره د خپلو ترانزيتي لارو د نه ورکولو له پاره غږونه وکړل.

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت د تېر کال نومبر له میاشت راهیسې چې امريکايي ځواکونو په مومندو هوايي بريدونه وکړل او ۲۴ پاکستانی عسکر يې ووژل، په افغانستان کې مېشت د امريکايي او ايتلافي ځواکونو پر وړاندې له خپلې خاورې تېرېدونکې د ناټو د اکمالاتو دوه مهمې لارې تړلې دي.

که څه هم چې د امريکا حکومت واضح کړې چې د حافظ سعيد پر سر د جايزې اعلان به د ناټو د اکمالاتي لارو د بند ساتلو او يا هم بيرته د پرانستلو د پاکستان پر پرېکړه کوم اغېز و نه کړي، خو راپورونه په عين حال کې وايي چې د نوموړي د محاکمې په لړ کې له پاکستانه د امريکا دغه نوې غوښتنې ښايي د دواړو هيوادونو د مخکې نه خرابې اړيکې لا نورې هم پېچلې کړي.
XS
SM
MD
LG