د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شام کې د ډز بندۍ وړاندې د تشدد پیښې زیاتې شوي


د شام حکومت ادعا کړې چې د اپريل د لسمي نيټي د نړيوال ډز بندی مهلت نه وړاندې د قلاريو سيمو نه د ځواکونو پشا کولو کار پيل کړي.

اخوا د شام مخالفې ډلې وايي د ډز بندۍ مهلت نه وړاندې امنيتي سرتيرو په مخاليفينو د توپو ډزي زياتي کړي دي. ازادو سرچینو د دي ادعاو تصديق نه دي کړی.

د امريکا د بهرنو چارو وزارت وايي داسي هيڅ قسمه ثبوتونه مخي ته نه دي راغلي چې د ځواکونو د پشا کيدو کار شورو شوی. امکان دی چې د نړيوال ډز بندۍ بلان نه وړاندې د ملګرو ملتونو يوه ډله د زيارت په ورځ د دمشق سفر وکړي چې مقصد يې د ملګرو ملتونو او د عرب ليګ ځانګړي استاذي کوفی عنان لخوا تجويز شوي امن پلان لاندي د ډزبندۍ د څارونکو په هکله د سوريايي چارواکو سره بحث کول دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG