د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام له یاغیانو سره پر مالي مرستو موافقه


نه یواځې په شام کې بلکې، له دې هیواده بهر هم سوریایان د خپل هیواد لپاره مظاهرې کوي.
نه یواځې په شام کې بلکې، له دې هیواده بهر هم سوریایان د خپل هیواد لپاره مظاهرې کوي.

ژباړه: فرخنده وزیر، مشال راډیو

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکي، په خلیج فارس کې عرب هیوادونه پر دې رضا شول، چې په میلیونونه ډالره به په شام کې یاغیانو ته ورکوي، چې دا شان د بشر ال اسد د ځواکونو مقابله وکړي او د ولسي خلکو د وژنې مخ نیوی وشي.

دا په رسمي توګه لومړۍ ځل دی، چې د شام ملګري هیوادونه په دغه ملک کې یاغیانو ته د پیسو ورکولو اعلان کوي. دغو هیوادونو د اتوار په ورځ د ترکي په استنبول ښار کې د شام په اړه په خپله غونډه کې دا هم وویل، په دغه پیسو به کوشش کوي، د یو ازاد شام لپاره جنګیدونکو خلکو ته وسله هم واخلي.

په دغه غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هېلري کلنټن وویل، هیواد به ی شام ته دولس اعشاریه دوه ملینه ډالره اضافي پیسې هم ورکوي ، چې د دغه هیواد جګړه ځپلو د ښیګرې لپاره به یي کاروي. په دغه غونډه کې دا اعلان هم وشو دغه هیوادونه به د شام ولس ته د اطلاعاتو ورکولو سهولتونه هم برابروي ، چې دا شان دوی د نړیوالو سره خپله رابطه وساتي، او د خپل ملک د حالاتو یي خبر کړي.

په هومز کې ورانې شوې ودانۍ
په هومز کې ورانې شوې ودانۍ
د استنبول په دغه غوڼډه کې د ۸۰ هیوادونو غړیو او د یوشمیر نړیوالو ادارو کارکونکو ګډون وکړ، او په ډاګه یي بشر ال اسد ته دا خبر داری وکړ، چې د هغه سره اوس وخت ډیر کم دی، او باید د خپلو خلکو وژنه په سمدستي توګه ودروي . په دغه غونډه کې په دې هم خبرې وشوې، که چیرې اسد د خلکو وژنه وندروله نو دوی به کومه لاره خپلوي.

د اتوار د ورځې دغه غونډه چې د شام د ملګرو په نوم رابلل شوې وه، پکې دا هم وویل، د اسد سره د خبرو دروازه به د ډیر وخت لپاره خلاصه نه ساتي، او که د خپلو خلکو وژل یي وندرول ، نو یو ځل بیا به د ملګرو ماتونو سیکیورټي کونسل ته ستنیږي.

د ملګرو ملتونو او عرب لیګ استاذی کوفي عنان چې د بشر ال اسد سره یي لیده کاته هم کړي دي، د ګل په ورځ به سیکیورټي کونسل ته د شام په حالاتو خپل رپوټ وړاندې کوي، او په دې به هم خبرې کوي، که اسد مسله حل نکړه، نو دوی به بیا څه کوي.
XS
SM
MD
LG