د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شبقدر کې ۱۳ کالن ماشوم ځان وژلی


د پاکستان د خیبر پښتنوخوا د چارسدې په شبقدر تحصیل کې پولیس وايي چی د کامران خان په نامه يوه ۱۳ کالن هلک د سکول د جامو د نیشتوالي له کبله په ځان اور پورې کړ او مړ شو.

پولیس وايي چې د دې هلک مور او پلار دومره وس نه درلودو چې خپل زوی ته يي د سکول نوې جامې اخیستې وای. کامران خان په يو غير حکومتي سکول کې تعليمي وظیفه هم تر لاسه کړې وه او د يو قابل ذده کونکي په توګه پیژندل کیدو. څیړونکی وايي چې د دې هلک ځان وژنه په پاکستان کې د غريب ولس ژوند ژواک ته اشاره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG