د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا دقطر دضمانت نه پس طالب مشران خوشې کوي



د افغانستان د سولې د عالي شورا یوه غړي اسماعیل قاسمیار ویلي چې په اصولي توګه امریکا د ګوانتانامو له زندانه د بندي طالب مشرانو پر خوشي کولو سلاده خو د قطر له هیواده دا باوري کول غواړي چې دا کسان به له خوشي کېدو وروسته بیا یاغیتوب ته مخه نه کوي.


قایم یار مشال راډیو ته وویل: ( امریکا موافقه کړې چې پنځه یا څلور کسان چې په بند کې دي، راخوشې شي، خو هغوی دا اندېښنه هم ښودلې ده چې دقطر دولت باید دا ضمانت وکړي چې داکسان به تر خوشې کېدو وروسته بیرته وران کارۍ ته مخ نه کوي.

د امریکايي چارواکو له خوا په دې اړه پخلی نه دی شوی. اسماعیل قاسمیار زیاته کړه چې د طالب مشرانو د خوشي کولو موضوع په قطر کې د طالبانو د دفتر د پرانسلو په مخ کې یو مهم خنډ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG