د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل: جنرال فاروق د نظامي پولیسو لوی قوماندان


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي جنرال غلام فاروق د نظامي پولیسو لوی قومندان او د بګرام او نورو حراستي مرکزونو د ليږد مسوول ټاکلۍ دی.

نوموړي ته د چارشنبې په ورځ په ارګ کي د شوې دستورې پر مهال دغه ذمه واري په رسمي توګه و سپارل شوه. په دې موقع حامد کرزي نوي ټاکل شوي قومندان ته وويل چې د ټولو اړونده ادارو په همکاري دي د بګرام په جيل کي بند کسان دي د بې ګناهۍ د ثبوت وروسته خوشي کړي. د افغانستان او امريکا چارواکو څو اونۍ وړاندي بګرام زندان په شپږو ماشتو کي افغان حکومت ته د سپارلو پر يوه موافقه لاسليک کړې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG